هرات کې یو شمېر کروندګر وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شولو حاصلات ښه دي، باید خلک او حکومتي ادارې له بزګرو د ملاتړ په موخه د هېواد په داخل کې له تولید شوو وریجو استفاده وکړي.
د بغلان د کرنې رياست د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د اوبو د کمېدو له امله کروندګرو ته د شولو نه کرلو سپارښتنه کړې ده.