زرنج (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): نیمروز کې یو شمېر شنډې مېرمنې د خپلو مېړونو او د هغوی د کورنیو له خوا له تاوتریخوالي شکایت کوي او وايي، د دې پر ځای چې شنډې ښځې مجرمې وګڼل شي، باید له هغوی سره ښه او انساني چلند وشي.
یو دیني عالم پر شنډې ښځې هر ډول ظلم او تاوتریخوالی ناروا او د اسلام مبارک دین خلاف ګڼي او د نسایي ولادي برخې یوه متخصصه وایي، شنډوالی یوازې د مېرمنو ستونزه نه، بلکې د نارینهوو ستونزه هم کېدای شي او په ځینو مواردو کې مېرمنې د درملنې او عملیات له لارې میندوارې کېدای شي.
۴۰ کلنه ریزهګل (مستعار نوم) د بادغیس اصلي اوسېدونکې، نږدې ۲۰ کاله مخکې له واده وروسته نیمروز ته راغلې او اوس په دلارام ولسوالۍ کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، ستونزه لري او میندواره کېږي نه، سره له دې چې ډېره درملنه یې کړې خو پایله یې نه ده ورکړې.
نوموړې زیاتوي، له اتو کلونو وروسته یې مېړه بل واده وکړ او اوس ۱۰ اولادونه لري.
هغې وویل: «ځکه زه شنډه وم، خاوند مې خپلې بلې مېرمنې ته هر څه اخیستل، د هغې غوښتنې یې پوره کولې، ویل به یې، دا ما ته اولاد زېږوي، له ما نسل پاتې کېږي خو ته څه په درد خورې چې درته څه واخلم، ته بې ثمره ونه یې، د کورنۍ هر غړي یې ما ته همدسې پېغور راکاوه، خاوند مې درې شپې د بلې مېرمنې کور ته ورته او یوه شپه زما کور ته راته.»
هغې چې د خپل ژوند له ترخو خاطرو ژړل ویې ویل: «شنډوالی جرم نه دی، دا چې نه کېدل مور شم، د خپل مېړه په کور کې د یوې کنیزې ژوند درلود، کله چې ناروغېدم، خاوند به مې ډاکټر ته نه بيولم.»
هغې خپله یوه ترخه خاطره داسې بیان کړه: «یو ځل مې خاوند دومره وډبولم چې پخلنځي کې وغورځېدم، پښه کې مې مېخ ولاړ… وروسته مې پښه مې میکروبي شوه، ډېر درد یې درلود، پر پښو نه شوای تلای خو د کور کار مې کاوه، ما باندې یې هیڅ رحم نه درلود.»
هغې خپله یوه بله خاطره داسې بیان کړه: «یوه ورځ مې اوړه لندول، د بنې ماشوم مې راغی او د اوبو په کاسه کې یې لاسه وواهه، ورته مې وویل چې لرې شه خاورې دې په سر شه، خاوند مې واورېدل، له کوټې راووت، زه یې د مرګ تر بریده وډبولم، پزه مې ماته شوه او وینې ترې روانې وې، خو څو چې اوړه لندول خلاص نشول، خپل کار مې پرې نه ښود، سره له دې چې اوړو کې وینې تویېدې.»
خو نوموړې وايي، دغه ځل یې مېړه د هغه پر ماشوم غوسه ونه زغمله او پرېکړه یې وکړه چې دا د تل لپاره د خپل پلار کره ولېږي چې دغه کار یې وکړ.
خو دا یوازې ریزهګل نه ده چې د شنډوالي له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوې، بلکې د یاد ولایت د خاشرود ولسوالۍ ۳۰ کلنه ماجبین (مستعار نوم) یوه بله مېرمن ده چې د شنډوالي له امله د خپل خاوند له لوري له کلونو زجر او تحقیر وروسته یې تېره اونۍ له خپل خاونده طلاق اخیستی دی.
هغې چې په ۱۵ کلنۍ کې یې واده کړی وايي، ۱۵ کاله یې د خاوند له کورنۍ سره په سپکاوي او تاوتریخوالي کې تېر کړی، خو په وروستیو ۵ کلونو کې چې خاوند یې بله ښځه وکړه، ژوند یې لا تریخ شو.
ماجبین زیاته کړه: «کله چې مې بن راغله او ماشومان یې پیدا شول، د خاوند چلند مې له ما سره بېخي بدل شو، ژوند یې راته دوزخ کړی و، ما په کور کې د کنیزې حیثیت درلود، هم مې کار کاوه او هم مې ماشومان پالل، وهل او ډبول مې هم خوړل، خاوند او خواښې مې ډېرې سپکې سپورې راته کولې.»
هغه وايي، ځینې کورنۍ شنډې ښځې مجرمې بولي، په داسې حال کې چې له داسې مېرمنو سره باید په مهربانۍ چلند وشي.
ماجبین چې مور او پلار یې کلونه مخکې مړه شوي او دا د خپل تره کره لویه شوې وايي: «کله چې مې تره د خاوند او د خاوند د کورنۍ له ظلمونه خبر شو، راغی او طلاق مې واخیست، اوس مې د تره په کور کې اوسم.»
هغه هم له کورنیو غواړي چې له شنډو ښځو سره انساني چلند وکړي او زیاته یې کړه: «زه چې نه مور کېږم، ګناه مې څه ده، دغه مې په نصیب کې لیکل شوي دي.»
یادې دواړه مېرمنې له کورنیو غواړي چې له شنډو ښځو سره انساني او نرم چلند وکړي.
کارپوهان
د زرنج ښار ولایتي روغتون کې جراح او د نسایي ولادي متخصصه ډاکټره یاسمین حبیبي اخندزاده پژواک ته وویل، شنډوالی امکان لري هم په ښځو کې وي هم نارینهوو کې، یوازې په ښځو پورې اړه نهلري.
د هغې په وینا، د وینې کموالی، د عمر ډېروالی، د تخمدانونو ضعیفوالی، هورموني ستونزې، له حده ډېر چاغوالی، له حده ډېر ډنګروالی، رحم کې د هورمونونو سم نه فعالیت او عفونیتونه په ښځو کې د شنډوالي له لاملونو دي.
نوموړې وايي چې په ځینو مواردو کې ښځې په دوايي درملنې او جراحۍ سره میندوارې کېدلای شي.
زرنج ښار کې یو دیني عالم مولوي ګلاحمد احمدي وايي، ډېر ځله له دې ډول قضیو سره مخ شوی چې ښځې د شنډوالي له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوې او یا شنډوالی یې د طلاق لامل شوی دی.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، شنډوالی په ښځو او نارینهوو دواړو کې شته زیاته کړه: «کله چې یوه ښځه له دې امله چې نه مور کېږي، سپکاوی یې کېږي یا وهل کېږي، ظلم پرې کېږي، ناروا ده، په هیچ وجه اسلام کې جایزه نه ده؛ ځکه خدای (ج) فرمايي: پر یو بل ظلم مه کوئ، رحم وکړئ څو خدای (ج) پر تاسو رحم وکړي، څوک چې داسې کار کوي، د اسلام او هیچ بل دین له نظره جایز نه دی، مردود او محکوم دی.»
نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې له ښځې سره داسې غیرانساني چلند کېږي، هغه کولای شي محکمې او علماوو ته مراجعه وکړي او خپل شرعي حق وغواړي.
هغه څرګنده کړه چې علماو تل خلکو ته په دې اړه تبلیغ او نصیحت کړی او د ژوند سمه طریقه یې ورښودلې او ان د شنډوالي له امله د ښځې او خاوند د ژوند ستونزو د حل په اړه یې هم د اسلام سپیڅلي دین له نظره سالمې او رغونکې مشورې وړاندې کړې دي.
Views: 119
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP