ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې ریاست: خوست کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري

پوهنې ریاست: خوست کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
22 Oct 2024 - 15:52
پوهنې ریاست: خوست کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
22 Oct 2024 - 15:52

خوست ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): خوست کې د ښوونځيو يو شمېر زده‌کوونکي او ښوونکي وايي، لا هم په دغه ولايت کې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه پر ځای ده او زرګونه زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د دغو بې سرپناه ښوونځيو له ډلې يو هم د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې سيمې د ګاګر بابا د نجونو او هلکانو ګډ لومړنی ښوونځی دی.

دا ښوونځی ودانۍ نه لري، زده‌کوونکي يې تر خيمو لاندې زده‌کړې کوي.

د دغه ښوونځي د درېيم ټولګې زده‌کوونکې نهه کلنه فريدې پژواک اژانس ته وويل، د باد او باران پرمهال يې ښوونځی رخصت وي؛ ځکه خيمې يې زړې او شليدلې دي، د باد طاقت نه لري او د باران پرمهال څڅېږي.

هغه وايي: «چې باران شي زموږ ساړه کېږي، سبق نه شو ويلی، خپلو کورونو ته ځو، درس راڅخه پاتې وي.»

د سرپناه سربېره بله عمده ستونزه چې د دغه لومړني ښوونځي زده‌کوونکي ورسره مخ دي، هغه د کتابونو او د ښوونکو کموالی دی.

د دغه ښوونځي د درېيم ټولګي يوه بل زده‌کوونکي اقبال پژواک سره خبرو کې له اړونده ادارو وغوښتل چې د دوی غوښتنو او ستونزو ته دې پر وخت رسيدنه وکړي.

دی وايي: «موږ کتابونو ته ضرورت لرو، زموږ کتابچې او قلمونه نشته، معلمان مو درې دي ولې ټولګي شپږ دي. کله چې ګرمي شي موږ بيا رخصتي کوو او مکتب مو تعمیر هم نه لري.»

د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي له تاسيس شاوخوا پنځه کاله تېريږي، خو زده‌کوونکي يې لا هم له يوې معياري ودانۍ څخه نه دي برخمن او په ډاګ کې زده‌کړې کوي.

د یاد ښوونځي سرښوونکي بخت امير خان په دې اړه پژواک ته وويل: «دا مکتب په ۱۳۹۹ لمريز کال موږ تاسيس کړی د سيمې د خلکو د همکارۍ په اساس. موږ تر دې دمه ډېر کوښښونه کړي ولې تراوسه موږ ته کوم تعمير نه دی جوړ شوی.»

بل لورته، د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال خيروګل خيرخواه پژواک ته وویل چې لا هم په دغه ولايت کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې په خيمو او يا هم د ونو سيوري لاندې زده‌کړې کوي.

هغه له پژواک سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې دا ستونزه به په تدريجي ډول حل شي.

ده زياته کړه: «ټول ښوونځي چې موږ په خوست کې لرو ۳۷۲ بابه امارتي ښوونځي لرو چې د هغې له جملې ۱۱۹ ښوونځي بې سرپناه دي. زموږ او د وزارت هڅې دغه دي چې ان‌شاءالله په راتلونکو کلونو کې به دا اساسي پروژه سرته رسېږي او د زده‌کوونکو ستونزه به حل کېږي.»

د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۰۰ زره زده‌کوونکي په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې پر زده‌کړو بوخت دي چې نږدې سل زره يې نجونې دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.