کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د چین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې دواړو هېوادونو له پېچلو نړۍوالو شرایط سره سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته په بریالۍ توګه پراختیا ورکړې ده.
د ټاس د راپور له مخې، د چين ولسمشر شي جين پينګ په کازان کې د برېکس د ١٦مې سرمشريزې غونډې په څنډه کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي دي.
هغه ویلي چې په نړۍ کې له ګډوډۍ او پېچلو شرايطو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په نورو برخو کې سوداګري او همکاري په فعاله توګه د پراختيا په حال کې ده او د همکاريو پروژې په لویه کچه په دوامداره توګه پلې کېږي.
نوموړي څرګنده کړې: «چین او روسیه باید د امنيت شورا د دايمي غړو او د نړۍ د سترو قدرتونو په توګه خپله هراړخيزه همغږي پراخه کړي او لکه د ملګرو ملتونو او شانګهای سازمان د همکارۍ په څېر د څو اړخيزو جوړښتونو په چوکاټ کې له نږدې سره تعامل او همغږي ولري.»
د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین به د برېکس د سرمشریزې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان او د ایتوپیا له صدراعظم ابی احمد سره هم دوه اړخیزې کتنې ولري.
د برېکس ١٦مه سرمشريزه پرون د روسيې په کازان ښار کې پيل شوه او د روان کال د اکتوبر تر ٢٤مې به دوام وکړي.
د برېکس ډله په ۲۰۰۶ کې د برازیل، روسیې، هند او چین له خوا تاسیس شوه او سوېلي افریقا په ۲۰۱۱ کې ورسره یوځای شوه، دغه راز تمه کیږي چې د څه باندې ۳۰ هېوادونو استازي د سږ کال په غونډه کې ګډون وکړي.