ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«زموږ ارمان دی چې د امریکا برید کې ټپي شوې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي»

«زموږ ارمان دی چې د امریکا برید کې ټپي شوې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي»

author avatar
23 Oct 2024 - 15:44
«زموږ ارمان دی چې د امریکا برید کې ټپي شوې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي»
author avatar
23 Oct 2024 - 15:44

اسعداباد (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): شاوخوا یوولس کاله مخکې په کونړ کې د عایشې په نوم یوه ماشومه چې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې سخته ټپي او بیا د دغو ځواکونو له خوا د درملنې په موخه امریکا ته یووړل شوه، لا هم بېرته خپلې کورنۍ ته نه ده سپارل شوې.

بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۳ میلادي کال د سپټمبر په اوومه د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ په ګمبیر سیمه کې د عامو خلکو پر یوه موټر هوایي برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او یوه څلور کلنه عایشه په‌کې په ټپي حالت کې ژوندۍ پاتې شوه.

په دغه برید کې د عایشې پلار، مور او یو کوچنی ورور هم وژل شوي وو او دې خپل یو لاس، پزه او دواړه سترګې له لاسه ورکړي وو.

د عایشې کاکا عبدالمالک پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې امریکايي ځواکونه خبر شول چې په برید کې یې یوه ماشومه هم ټپي کړې، کور ته ورغلل، په امریکا کې یې د هغې د درملنې خبره وکړه.

عبدالمالک وايي، دوی ورسره ومنله او دی هم د کورنۍ د غړي په توګه ورسره امریکا ته ولاړ، هلته یې یو کال تېر کړ او کله چې د عایشې درملنې وخت پوره شو، له هغې سره یوځای بېرته کونړ ته راستون شو.

د نوموړي په خبره، شاوخوا درې میاشتې وروسته امریکایي ځواکونه یو ځل بیا په عایشې پسې ورغلل او هغه یې د درملنې په نوم بېرته امریکا ته بوتله چې اوس یې د مړي او ژوندي هیڅ معلومات نشته.

هغه وویل، په لومړیو دوو کلونو کې یې له عایشې سره اړیکه کېده، خو اته کاله کېږي چې په اړه معلومات نه لري.

ورته مهال، د عایشې ماما عبدالرحمن وایي، هغه مهال چې د دوی ورسره اړیکه وه، د غوټۍ په نوم یوې افغانې مېرمنې یې ساتنه او پالنه کوله خو دا چې اوس په څه حالت کې ده، په اړه یې خبر نه لري.

نوموړي وویل: «د امریکایانو دې ظلم ته وګورئ چې هم یې راته کورنۍ ووژله او هم یې رانه کوچنۍ ماشومه په ټپي حالت له ځان سره د درملنې په نوم یووړه چې تر اوسه یې د مرګ او ژوند هیڅ پته نشته.»

هغه وایي، د عایشې پیدا کولو په موخه یې په ځلونو د اوسني او مخکني نظام د چارواکو دروازې ټکولې خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

هغه وویل: «زموږ د کورنۍ ارمان دی چې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي، نیا او ځینو کاکاګانو یې عایشې پسې د ډېر خپګان له امله رواني ناروغۍ پیدا کړې دي، موږ نه پوهېږو چې عایشه به اوس په کوم حال وي.»

دغه راز، د ګمبیر درې اوسېدونکی او قومي مشر حاجي نظرمحمد عتیق چې په یاد هوایي برید کې یې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي وو، وویل، امریکایي ځواکونو د دوی پر ماشومانو او مېرمنو هیڅ ډول رحم ونه کړ او په هوایي برید کې یې په ډله‌ییز ډول ووژل.

هغه زیاته کړه: «یوولس کاله وړاندې زموږ د کورنۍ ۱۵ غړي چې ماشومان او مېرمنې هم په‌کې وې، په یوه ډاټسن موټر کې له اسعداباد ښاره ګمبیر ته راروان وو چې امریکایي ځواکونو پرې هوایي برید وکړ، ۱۴ کسان ووژل شول، یوازې عایشه په‌کې مرګونې ټپي او ژوندۍ پاتې شوه.»

هغه وویل، د امریکایي ځواکونو دغه جنګي جنایتونه به هیڅکله ونه‌ بښي او په وینا یې چې اوسنی حکومت او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې په ګډه هڅه وکړي چې کوچنۍ معلوله عایشه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

ورته مهال، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف پژواک ته وویل، د هغه مهال له هوايي برید او د عایشې له قضیې خبر دي، هڅه کوي له بهرنیو چارو وزارت سره یې شریکه کړي.

هغه وویل، بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت په ډېر شمېر سیمو کې دغه ډول بریدونه کړي او لسګونه بې‌ګناه کسان یې وژلي او ټپيان کړي دي.

Views: 219

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.