«زموږ ارمان دی چې د امریکا برید کې ټپي شوې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي»
شاوخوا یوولس کاله مخکې په کونړ کې د عایشې په نوم یوه ماشومه چې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې سخته ټپي او بیا د دغو ځواکونو له خوا د درملنې په موخه امریکا ته یووړل شوه، لا هم بېرته خپلې کورنۍ ته نه ده سپارل شوې.





