Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي او پاکستان د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید وغانده

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): سعودي عربستان او پاکستان پر ایران د امریکا بریدونه غندلي؛ پاکستان ټینګار کړی چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپلو مشروع حقونو د دفاع حق لري او عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو د ناورین پای ته رسېدو لپاره یوه سیاسي حل‌‌لاره ومومي.

پاکستان د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تأسیساتو بریدونه چې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو په دوام ترسره شوي، په کلکه غندلي او په سیمه کې د کړکېچ ډېرېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسلام‌‎اباد په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې دغه بریدونه د نړۍوالو حقوقو له ټولو معیارونو سره په ټکر کې دي او ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له ځانه د دفاع مشروع حق لري.»

په اعلامیه کې راغلي چې «د ایران پر وړاندې د تېري» له امله بې‌ساری زیاتېدونکی تاوتریخوالی او کړکېچونه د ژورې اندېښنې وړ دي او هر ډول نور زیاتېدونکی کړکېچ به د سیمې او ان له سیمې بهر ډېرې ناوړه پایلې ولري.

سرچینه زیاتوي: «موږ د ملکي وګړو ژوند او شتمنیو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار کوو او د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتونکي یو. ټول لوري باید نړۍوالو حقونو، په ځانګړې توګه نړۍوالو بشري حقونو ته ژمن و اوسي.»

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د سیمې د کړکېچونو یوازېنۍ معقوله حل‌لاره خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو او موخو سره ژمنتیا ته ستنېدل دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د یادو بریدونو د غندلو ترڅنګ لیکلي، په ژورې اندېښنې سره، د ایران وروستي تحولات، په ځانګړې توګه د دغه هېواد پر اټومي تأسیساتو د امریکا برید تعقیبوي.

په اعلامیه کې راغلي چې سعودي عربستان د زغم، ارامتیا او د کړکېچ د مخنیوي برخه کې د هر اړخیزو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.

سعودي عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې روان حساس شرایط درک کړي او داسې یوه سیاسي حل‌‌لاره ولټوي چې د بحران پای ته رسېدل تضمین کړي او د سیمې د امنیت او ثبات تأمین لپاره نوی فصل پرانیزي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.