Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي او ډاکټر عبدالله پر ایران د امریکا برید وغانده

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر ایران د امریکا برید غندلی او هغه یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

اسراییل وړمه جمعه (د غبرګولي ۲۳مه) پر ایران هوايي بریدونه وکړل؛ له هغه راهیسې نهه ورځې کېږي چې دواړه لوري پر یو بل هوايي او توغندییز بریدونه کوي.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید خبر ورکړ او له دغه برید وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې که سولې ته غاړه کېنږدي نو «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي دغه برید د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو خلاف، د سولې له روحیې سره په ټکر کې او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او د نړۍوالې سولې په خطر کې اچولو لامل بللی او ویلي یې دي د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند اختلافات باید له زور پرته، د مسوولو نړۍوالو سرچینو له لوري له منطقي لارو حل شي.

دغه‌راز، هغه د ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو له لوري د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د اټومي وسلو د نه پراخېدو تړون او د نړۍوالو قوانینو پر ژمنو ټینګار کړی دی.

هغه له ایران سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، مناسبه دا ده چې د امریکا دولت هم باید د دې موضوع د حل لپاره له ډیپلوماسۍ او سوله‌ییزو لارو کار واخلي.

په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «صهیونیستي جنایتکاره رژیم د خپلو بشر ضد کړنو په دوام، دا ځل د ایران پر وړاندې په مستقیم ډول امریکا د متحده ایالاتو په یوه تیري کوونکي او د ټولو منل شوو نړۍوالو اصولو خلاق په یوه اقدام کې د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو هوایي بریدونو وکړل.»

هغه لیکلي چې په داسې حال کې چې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو تازه لړۍ پیل شوې، د «سولې تر نامه لاندې خصمانه اقداماتو» دوام به نه یوازې د مسلې له حل سره مرسته ونه‌کړي، بلکې سیمه به بې‌ثباته کړي او نه پیشبیني‌کېدونکې پایلې به ولري.

عبدالله دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي، ډاډه دی چې ویښ بشري وجدان به د دغه ډول اقداماتو پر وړاندې عادلانه قضاوت وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.