Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت پر ایران د امریکا برید وغانده

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): اسلامي امارت پر ایران د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی، ویلي یې دي چې دغه ډول بریدونه په سیمه کې جګړه او بې‌ثباتي لا پراخوي.

اسرائیل د وړمې جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) په سهار پر ایران بریدونه وکړل؛ له هماغې ورځې تر اوسه لس ورځې کېږي چې دواړه خواوې یو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

د امریکا متحده ایالتونه هم په مستقیمه توګه په دې جګړه کې ښکېل شول.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ نن اعلان وکړ چې امریکا په اصفهان، نطنز او فردو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ او له دغو بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې که سولې ته غاړه کښې نه ږدي «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «موږ د صهونیستي رژیم د بریدونو په ادامه د ایران پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالتونو بریدونه غندو او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره نقض یې بولو.»

نوموړي زیاته کړې، دغه ډول بریدونه نه یوازې چې د ستونزې په هواري کې مرسته نه شي کولی، بلکې په سیمه کې جګړه او بې‌ثباتي لا پراخولی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.