جلالاباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د چاپېريالساتنې ملي ادارې عمومي مشر وايي، افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هېوادونو د چاپېريالي ککړتیا ښکار شوی، له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د اقلیم بدلون برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
مولوي مطيعالحق خالص دا څرګندونې په جلالاباد ښار کې د ظرفیت لوړولو، چاپېريالساتنې او بشري مرستو موسسې له لوري د اقلیم بدلون په تړاو جوړې شوې غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د چاپېریالساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطيعالحق خالص وويل چې افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هېوادونو د هوا ککړتیا ښکار ګرځېدلی، له همدې امله دغه هېوادونه او نړۍواله ټولنه باید د اقلیم بدلون برخه کې له دغه هېواد سره پراخې مرستې وکړي.
په ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ د دفتر مشر کرن کو اټس په دې غونډه کې وویل چې د اقليم له بدلون سره مبارزه ډېره اړینه ده او دوی په دې برخه کې هر اړخېزې څېړنې کړې چې په ملي او نړۍواله کچه به يې له مسوولینو سره د حل په موخه شریکې کړي.
د ننګرهار مرستيال والي مولوی عزیزالله مصطفی وويل چې د دغه ولايت ټولې ادارې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې برخه کې همکارې دي.
د ننګرهار د چاپېریالساتنې رييس قاری احسانالله مختار د چاپېريالساتنې او اقلیمي بدلون برخو کې د دولتي او غیردولتي ادارو او بهرنيو هېوادونو مرستې اړینې وبللې.
د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلون د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د شدیدې وچکالۍ، د اوبو د کمښت، سختو اورښتونو، د سمندر سطحې لوړېدو او په ټوله کې د هوا ککړېدو لامل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP