ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ازبکستان علماوو پلاوی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوو

کابل کې د ازبکستان علماوو پلاوی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوو

author avatar
25 Oct 2024 - 10:37
کابل کې د ازبکستان علماوو پلاوی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوو
author avatar
25 Oct 2024 - 10:37

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): له ازبکستان څخه کابل د علماوو راغلي پلاوي د رياست‌الوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا بللې او ویلي یې دي، هڅه کوي له رامنځته شوي فرصت غوره استفاده وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ازبکستان هېواد د علماوو له پلاوي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «په دې ليدنه کې لومړی د ازبکستان لوی مفتي او د دې پلاوي رییس شېخ نورالدين خالق‌نظر د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا ياده کړه او وې ويل، ازبکستان او افغانستان ديني، تاريخي او فرهنګي مشترکات لري او دې مشترکاتو ته په پام کولی شو په مختلفو برخو کې خپل روابط پراخ کړو.»

د یادونې ده چې د ازبکستان هېواد د مسلمانانو ادارې مشر شیخ مفتي نورالدین خالق‌نظر په مشرۍ د دیني علماوو یو پلاوی وړمه ورځ د افغانستان د ارشاد، حج اوقافو وزارت د سرپرست مفتي نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.

د یاد پلاوي ریيس دغه‌راز ویلي، دا ډول سفرونه د فرهنګي اړيکو، باورونو او ګډو ارزښتونو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک او د پام وړ فرصتونه رامنځته کوي.

هغه ویلي: «زه او پلاوی مو هڅه کوو څو له دې رامنځته شوي فرصت څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا لپاره غوره استفاده وکړو.»

د خبرپاڼې په حواله، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال افغانستان ته د ياد پلاوي سفر د دوستۍ، نږدې اړيکو، ښه ګاونډيتوب او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د‌ ګډو ګټو نښه بللې ده.

حنفي زیاته کړې: «دا سفر امکان برابروي چې زموږ د ګډو مشترکاتو پر اساس د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې همکارۍ زمينه برابره او د اړيکو د پیاوړتيا لپاره اغېزناک ګامونه واخیستل شي.»

حنفي همداراز په افغانستان کې رامنځته شوو فرصتونو ته په اشارې ویلي، د پلاوو سفرونه د دوه اړخيزو اړيکو د پیاوړتيا لامل ګرځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.