جلالاباد (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر حکاکان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولایت کې د لرګیو د حکاکۍ صنعت وده کړې او توکو یې مینهوال پیدا کړي دي.
دوی وايي، که څه هم د اسلامي امارت له لوري د کونړ لرګيو ته په مشروط ډول د لېږد اجازه ورکړل شوې خو که په بشپړه توګه دا ستونزه حل شي نو د دوی کارونه به ورسره لا وغوړېږي.
اوسمهال په جلالاباد ښار کې د دغه لاسي صنعت شاوخوا ۱۵۰ کارخونې فعالې دي چې ګڼو ځوانانو ته د کار ترڅنګ په دغه صنعت کې د روزنې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست بیا وايي چې د حکاکۍ په ګډون د ټولو لاسي توکو صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شوي او که هر څوک ځانګړې ستونزه ولري، دوی به يې د حل برخه کې همکاري وکړي.
بلال خان چې کلونه مخکې يې پر لرګيو د حکاکۍ یا ګلانو جوړولو صنعت زده کړی وايي، لومړی چې له پاکستانه هېواد ته راستون شو، دې برخې ته هيچا پاملرنه نه کوله.
خو دی وايي، اوسمهال په جلالاباد ښار کې د حکاکۍ دا ډول وړې کارخونې ډېرې شوې او سلګونه نوي ځوانان د دغه صنعت پر زده کولو بوخت دي.
نوموړی وايي، د حکاکۍ صنعت پر لرګي ښه نتیجه لري او د کونړ لرګی د دغه صنعت لپاره ډېر ګټور دی نو بايد حکومت يې د رالېږد شرطونه اسانه کړي چې صنعتکاران په اسانۍ وکړای شي لاسرسی ورته پيدا کړي.
دغه راز، په دغه لاسي صنعت او هنر کې په کار بوخت ځوانان وايي چې د دغه هنر کارونه اسان دي او ګټه يې تر نورو کارونو ښه ده نو ځکه يې ورته مخه کړې ده.
حنيفالله چې تازه يې د حکاکۍ کار زده کړی، وايي، د ښوونځي زدهکړې ترې نیمګړې پاتې دي خو د دغه هنر په زده کولو يې له بېلاريو ځان ساتلی او خپلې کورنۍ ته د روزۍ پيدا کولو کې بوخت دی.
ورته مهال، د جلالاباد ښار د نجارانو اتحادیې مشر عبدالنصير پژواک ته وويل چې اسلامي امارت دې د کونړ لرګيو برخه کې د نجارانو، په ځانګړې توګه د حکاکۍ صنعتکارانو ستونزه حل کړي.
هغه وايي چې د پخوا په پرتله اوس د حکاکۍ صنعت وده کړې او په ښار کې شاوخوا ۱۵۰ د حکاکۍ وړې کارخونې فعالې دي.
بلخوا، د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي چې دوی د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره تل هڅې کړې دي.
د ياد رياست د صنعت او سوداګرۍ امر شاکرالله ستانکزي پژواک ته وويل، اوسمهال د حکاکۍ صنعت کاریګرو نورې ستونزې نشته، یوازې د کونړ د لرګي موضوع ده چې هغه هم د رياستالوزرا له لوري په مشروط ډول حل شوې ده.
د يادولو ده، د ګلکاري شوو لرګینو توکو په دې وروستیو کې په ډېرو ولایتونو کې مینهوال پیدا کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP