ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  

کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  

author avatar
27 Oct 2024 - 19:39
کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  
author avatar
27 Oct 2024 - 19:39

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): کابل ښار کې یوه سوداګره فرشته هاشمي چې د ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونه یې د لاسي صنایعو برخه کې کاروبار پیل کړی او اوس یې ۷۰۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، هغه ښځې چې بېکاره دي، هم کولای شي په پنځه‌ زره افغانیو کوچني کاروبارونه پیل کړي.

پژواک خبري اژانس په دغه راپور کې د «هاشمي د لاسي صنایعو شرکت» او «د افغانستان د ښځو ملي شبکې لاسي صنایع» رییسه  ۴۸ کلنه فرشته هاشمي معرفي کوي چې د معلمۍ ترڅنګ یې سلګونه نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي چې د لوړو زده‌کړو په یوه خصوصي موسسه کې یې د دیني علومو برخه کې د ليسانس تر کچې  زده‌کړې کړې او له ۱۳ کلونو راهیسې کابل ښار کې په یوه لېسه کې د ښوونکې په توګه د فقهې او دنیات درس ورکوي.‎

هاشمي د خپل کاروبار د پیل په اړه پژواک ته وویل، په لاس له جوړېدونکو شوو جامو سره یې ‎د لېوالتیا له امله نهه کاله مخکې په دې برخه کې خپل کاروبار پیل کړ.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوداګرۍ له پیلولو سره یې د تدریس دنده پرېښوده او که یې دوام ورکړ؟ وویل: «دا مهال یوه برحاله ښوونکې یم، د معلمۍ مقدسه دنده هم مخکې وړم… زه خپل وطن او د وطن اولاد ته له خدمت سره ډېره مینه لرم.»‎

نوموړې د ښوونکو ‎معاش کم وباله او ویې ویل، دا چې د ښوونکي له دندې ‎سره مینه لري، نو له همدې امله مې تر اوسه د سوداګرۍ ترڅنګ دغه مسلک ته هم ادامه ورکړې ده.

هغه وايي چې ۹ کاله مخکې یې د ۱۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونه د سوداګرۍ کاروبار پیل کړ.

هاشمي په دې اړه وايي: «لومړی مې یو کوچنی دوکان ونیو، یوه مې کارکوونکې وه او خپله زه وم، ‎ورو ورو مې یوه بله کارکوونکې ونیوه او نورې ښځې مې راسره ‎ونیوې، درې څلور ښځې وې او کار یې راته کاوه، په لاس یې شیان جوړول، ‎مرۍ یې ګنډلې او خیاطه مې درلوده، خیاطانو راسره کار کاوه، له یوه دوکانه مې څو دوکانونه جوړ کړل او بالاخره مې نماینده‌ګۍ جوړې کړې، اوس مې ښځو ته د روزنې مرکزونه هم جوړ کړي دي.»

هاشمي وايي چې اوس یې پانګه څه باندې ۱۵ زره ډالرو ته رسېدلې او تولیدات یې له هېواده بهر هم ښه بازار لري.

هغه چې اوس د لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو لکه چرمې لګول، خامک‌ګنډل، مرۍ پېیل، چرم ګنډل او خیاطۍ برخو کې فعالیت کوي وايي، د خپل شرکت تولیدات البانیا، دوبۍ، امریکا او جرمني هېوادونو ته صادروي.

د هغې په خبره، ډېری په لاس ګنډل شوې چپنې، ټکري او دستکولونه بهر ته صادروي.

هغې څرګنده کړه چې اوس یې د خپل شرکت په څو نماینده‌ګیو کې ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ ډېر شمېر نجونو ته د خیاطۍ، مرۍ پېیلو او په لاس د جوړېدونکو توکو برخو کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده.

خو یادې متشبثې مېرمنې په دې اړه چې څرنګه یې کاروبار تر دې ځایه رارسولی؟ وویل، تل به یې ځان ته پلان جوړاوه، د ورځني مهال‌وېش له مخې یې خپل کارونه کول.

د هغې په وینا، د شپې تر ټولو ناوخته ویده کېږي او له ټولو مخکې له خوبه پاڅیږي، دا یې د بریالیتوب راز دی.

فرشتې زیاته کړه: «یو سوداګر باید له خپلو پېرېدونکو او کارکوونکو سره نېک او ښه چلند وکړي چې دا په سوداګرۍ کې د بریالي‌توب یو له مهمو لاملونو دی.»

هغه د خپل کاروبار د راتلونکي په اړه وايي، په پام کې لري چې سوداګري ټول هېواد ته وغځوي ‎او د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښځو ته د لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د چرم ګنډلو صنعت برخه کې د کار زمینه برابره کړي.

نورو بې‌کاره ښځو د فرشتې هاشمي پیغام

فرشتې هاشمي په هېواد کې بی‌کارۍ او د کورنیو اقتصادي ستونزو ته په اشاره په یوه پیغام کې له نورو ښځو وغوښتل چې په پنځه ‌زره افغانیو هم کولای شي واړه کاروبارونه پیل کړي او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پیدا کړي.

هغې ښځو ته په خطاب کې وویل: «هیڅکله خپلې کړنې له پامه مه غورځوئ، که د ستنې ګنډلو یو کار مو هم زده وي، خپل کار له پامه مه غورځوئ، تاسو جرئت ولرئ او کار وکړئ، زیار وباسئ څو وکولای شئ د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړئ او د کورنۍ او هېواد په اقتصاد کې برخه واخلئ او نړۍ ته وښیو چې افغانې مېرمنې پیاوړې دي، کار کوي او زیار باسي.»

بلخوا، صدف بهادري چې د «هاشمي د لاسي صنایعو شرکت» کې کار کوي، پژواک ته وویل: «دلته له کار کولو راضي یم.»

هغه په یاد شرکت له خپل معاشه خوښه ده او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلي.

ورته مهال، د دغه شرکت بلې کارکوونکې مریم وویل: «څلور کاله کېږي چې په دې کارګاه کې کار کوم، خوشحاله یم؛ ځکه د کورنۍ سرپرسته یم او له دې لارې کولای شم د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړم.»

بلخوا، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړۍ مرستیالې فريبا نوري پژواک ته ویلي وو چې دا مهال ‎په ټول افغانستان کې ۹۷۰۱ ښځې تجارتي جوازونه لري او د خپلو شرکتونو مشري کوي.‎

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي وو، اسلامي امارت له سوداګرو ‎ښځو ملاتړ کوي او زیاته کړې یې وه چې صنعت‌ګرو او سوداګرو ښځو ته په نړۍوالو نندارتونونو کې هم برخه ورکړل شوې او د لېوالتیا په صورت کې کولای شي په نړۍوالو نندارتونونو کې هم ونډه واخلي.‎

هغه زیاته کړې وه چې دغه وزارت د سوداګرو ‎ښځو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري او د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې داسې ښکاري چې کومې ځانګړې ستونزې نشته.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.