Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
27 Oct 2024 - 23:44
افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
27 Oct 2024 - 23:44

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.

نننۍ پایلوبه چې په عمان کې ترسره شوه، پچه یې د سریلانکا الف لوبډلې وګتله او په خپله یې لومړۍ د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې بلال سمیع درې او الله محمد غضنفر بیا د سریلانکا دوه لوبغاړي وسوځول.

په  مقابل کې افغان ابدالیان لوبډلې ورکړل شوې هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸م اور کې پوره کړ  او د سریلانکا الف لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره یې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې صدیق الله اتل ۵۵، کریم جنت ۳۳، دروېش رسولي ۲۴ او محمد اسحاق ۱۶منډې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.