میمنه (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یو تنکی ځوان مړ او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د دغه ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې ترافیکي پېښه شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې د دوو موټرسایکلونو ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې یې یو ۱۶ کلن ځوان چې د یوه موټرسایکل چلوونکی و، مړ شوی او درې نور ځوانان چې ۱۹ او ۲۰ کلن وو ټپيان شوي دي.
د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی محمدنسیم وايي چې پر یوه موټرسایکل درې کسان سپاره وو او پر بل یو کس چې د ډېر سرعت له امله یې ټکر کړی دی.
بلخوا، د اندخوی ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر سنجر عمر د ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP