زرنج (پژواک، ۸ عقرب ۱۴۰۳): یوه مېرمن چې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې په اووه زره افغانیو د خوږو پخولو یوه کارګاه جوړه کړې، وایي، دمګړۍ لس نورې ښځې ورسره کار کوي او که ملاتړ یې وشي، راتلونکي کې به ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د «زېور پز د خوږو پخولو کارګاه» مسوولې فاطمې غلجۍ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا کارګاه یې دوه اونۍ مخکې په ۷ زره افغانۍ جوړه کړې او اوس ورسره لس نورې ښځې هم کار کوي.
هغه وایي چې اقتصادي ستونزو او بېکارۍ مجبوره کړې څو دا کارګاه جوړه کړي.
غلجۍ زیاتوي: «د خدای شکر دی چې زه له همدې کاره حلاله روزي لاسته راوړم او د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ نفقه برابروم.»
نوموړې چې د کلچو په پخولو کې لس کلنه تجربه لري، وایي چې په کارګاه کې یې خواږه، کېک او کلچې پخوي او ورځ تر بلې ډېر فرمایشات ترلاسه کوي.
هغې وویل چې د دې کارګاه له جوړولو مخکې یې په کور کې کلچې پخولې او ځينو دوکانونو ته یې ورکولې، خو د وسایلو نشتون له امله یې نهشوای کولی چې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.
مېرمن غلجۍ وایي چې اوس یې د وسایلو په پېرلو سره فرمایشات ډېر شوي او توانېدلې چې لس نورې ښځې هم کار ته جذب کړي.
هغه وايي، په کوچنیوالي کې د ځينو ستونزو له امله ښوونځي ته نه ده تللې او د زدهکړو له نعمته بېبرخې ده، خو دا چې ډېره لېوالتیا له اشپزي، په ځانګړي ډول د کېک او کلچو له پخولو سره لري، توانېدلې چې په کم وخت کې خپل کار ته وده ورکړي.
نوموړې زیاتوي: «که حکومت او موسسې راسره مرسته وکړي، برقي وسایل او ماشینونه اخلم، کارګاه لویه وم او تر۵۰ پورې ښځې په کار کې شاملوم.»
دې کارګاه کې یوه مېرمن چې کار کې شامله شوې، خوښي څرګندوي.
د دې کارګاه د سفارشاتو او اعلاناتو مسووله صفیه مرادي وايي چې بېکاره وه او اوس چې دې کارګاه کې د کار لپاره جذبه شوې، ډېره خوشحاله ده.
هغه وایي: «ما د وټسپ، تلګرام، او انسټاګرام ګروپونه جوړ کړي، واړه کارتونه مې چاپ کړي، د مجازي فضا له لارې اعلانات کوم، له همدې لارې ډېر مشتریان لرو.»
نوموړې وویل، اوس د زرنج یو شمېر اوسېدونکي د کالیزې، شیریني خورۍ، ختنې او داسې نورو محفلونو لپاره د لسګونو کیلو کېک او کلچو فرمایشونه ورکوي.
مرادي زیاتوي چې د دغو ټولو ترڅنګ یې له کلچهپلورونکو سره هم قراردادونه کړي چې هر یوه ته یې ۳۰ کیلو کلچې پخوي.
هغې هم له حکومت او مرستندویه موسسو د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه څو وکولای شي خپل کار ته لا ډېره وده ورکړي.
دغه راز، زرنجښار کې د خوږو یو پلورونکی ابراهیم بلوڅ وایي، که له دې کلچهپزۍ مرستندویه موسسې ملاتړ وکړي، ښایي په ډېره کمه موده کې وده وکړي او ډېرې ښځې به پر کار وګوماري.
هغه وایي چې له دې کلچهپزۍ د ورځې تر ۳۰ کیلو کلچې اخلي او د دې کارګاه د خوږو خوښوونکي د ډېرېدو په حال کې دي.
ورته مهال، د نیمروز د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولې پلوشې شمس د دې کارګاه جوړولو ته په اشارې وویل: «دا یو نوښت دی چې د یوې مېرمنې په همت او هڅه ترسره شوی، باید د موسسو تر ملاتړ لاندې راشي څو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره شي.»
هغې په تېرو دوو کلونو کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ښځو او نجونو مخه کول بېمخینې وبلل او ویې ویل، شاوخوا درې کاله مخکې نیمروز کې ۶۰ ښځې پر سوداګرۍ بوختې وې، خو اوس ۲۵۰ ښځو د ښاروالۍ له لوري، ۲۵ ښځو د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې له لوري د سوداګرۍ جوازونه اخیستي او ۱۰۰۰ ښځې په غیر رسمي ډول یعنې له جواز پرته په انلاین ډول تجارت لري.
شمس دا خونه د سوداګرو ښځو او حکومت ترمنځ یو ارتباطي پل وګاڼه او زیاته یې کړه: «یو کال کېږي هڅه کوو چې ښځو ته یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړو څو ښځې تر یوه چتر لاندې کار وکړي او د هغوی پلور ډېر شي.»
نوموړې وویل، دې خونې د ټرېنینګونو په جوړولو سره د ښځینه سوداګرو وړتیا لوړه کړې او دا لړلۍ لا هم روانه ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن