خوستښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): په خوست کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د پنځو کورنیو روغتيايي ځالو لپاره د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
دا کورنۍ روغتيايي ځالې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق يا UNFPA په مالي لګښت د دغه ولايت په اسماعيلخېلو مندوزيو، سپېره، ټني، صبري او ځاځيميدان ولسواليو کې په راتلونکي يو کال کې جوړيږي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، په یادو روغتيايي ځالو کې به د مور او ماشوم د روغتيايي خدمتاتو ترڅنګ د تغذيې، واکسين او رواني مشورو پروګرامونه وړاندې کېږي.
د دغه وزارت د لومړنيو روغتيايي چارو رييس ډاکټر ذبيحالله حارث پژواک خبري اژانس ته وويل، هره روغتيايي ځاله چې اته خونې به ولري، پر جوړېدو يې شاوخوا ۶۰ زره امريکايي ډالر لګښت راځي.
هغه وويل: «د عامې روغتيا وزارت يو اصل دا دی څو د ټولنې وګړو ته د هغوی د کورونو څنک ته روغتيايي خدمتونه ورسوي، دغه اصل ته په کتو موږ ژمن يو چې د افغانستان په لرو پرتو او هغو ساحو کې چې سپينې دي او بل له نږدې کلينيک څخه پنځه کيلومتره فاصله لري، هلته کورنۍ روغتيايي ځالې جوړې کړو، اوس په ټول افغانستان کې موږ ۵۵۰ فعالې کورنۍ روغتيايي ځالې لرو چې ۱۷۰ ته يې موږ اساسي تعميرونه جوړ کړي او پنځو ته يې اوس په خوست ولايت کې جوړيږي.»
په همدې حال کې، د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالولي حقاني هم وايي چې د دغو پنځو کورنيو روغتيايي ځالو جوړېدل به د زرګونو ميندو او د هغوی د کورنيو د غړو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
نوموړی دغه راز زیاته کړه، دا په خوست ولایت کې د روغتيايي خدمتونو د پياوړتیا او د مور او ماشوم د روغتيا ښهوالي برخو کې يو مهم ګام دی.
هغه وايي: «زموږ موخه روښانه ده؛ ميندو او ماشومانو ته د کيفيتلرونکو او مناسبو روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي، ميندې زموږ د ټولنې اساسي برخه ده او پر دې باور يو چې دوی د ټولنې په راتلونکي کې کليدي رول لوبوي.»
ورته مهال، د دغه ولايت اوسېدونکي هم وايي چې په زياترو لرو پرتو سیمو کې هغه ډول چې لازمه ده، خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د هغوی په وينا، د يادو پنځو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به خلک تر يوه بريده روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د اسماعيلخېلو مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اختر بادشاه پژواک ته وويل: «دغه کلينيک ته موږ ډېر خوښ يو، ولې چې د مور او ماشوم د مړینې پېښې ډېرې کېږي، که دا کلينيک موږ ته په ښه معيار جوړ شي، زموږ سره د ګاونډ کلي خلک به هم ترې ګټه واخلي.»
د يادونې ده، څه موده مخکې د عامې روغتيا وزارت چارواکو هم د سيمې هېوادونو په يوه غونډه کې منلې وه چې د افغانستان په لرو سیمو کې پنځوس سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن