ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې

author avatar
31 Oct 2024 - 11:03
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې
author avatar
31 Oct 2024 - 11:03

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان مرستیال او ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان مرستيال او ځانګړي استازي طارق علي بخیت په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې امنې بلوچ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا په چارو کې د دغه وزارت د مرستيال احمدنسيم وریچ سره لیدلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړه لوري د افغانستان د سياسي، اقتصادي او بشري مسايلو په ګډون د دوه اړخيزو ګټو په اړه غږېدلي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، دواړو لورو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د همغږۍ، مشورې او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا، په خبرپاڼه کې راغلي چې طارق علي بخیت له احمدنسیم وریچ سره له افغانستان سره د تعامل په موخه د بېلابېلو نړۍوالو ناستو د پیاوړتیا او پراختیا پر امکاناتو خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاريو سازمان ویلي، بخيت د اسلامي پراختيايي بانک (ISDB) په ملاتړ د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق (AHTF) د پياوړتيا پر اهمیت ټينګار کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.