Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې دوه کسان د چرګانو د مردارو غوښو د خرڅلاو په تور نيول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، پوليسو په نازیانو ولسوالۍ کې هغه دوه کسان نيولي چې مردار شوي چرګان يې د حلالو شوو چرګانو په نوم خرڅول.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سیدطیب حماد د لړم په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نازیانو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ منسوبینو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې دوه کسان نيولي چې مردار چرګان يې خرڅول.

دی وايي، يادو کسانو په يو کرولا ډوله موټر کې ۹۰ مردار شوي چرګان بار کړي وو او خلکو ته يې ويل چې ټول يې حلال کړي دي.

د نوموړي به وينا، نیول شوي کسان اوسمهال په یاده اداره کې تر پوښتنو لاندې دي چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د نازیانو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد قيوم پژواک ته وويل چې دغو کسانو د نازیانو په لرو پرتو سیمو کې دا کړنه ترسره کوله چې نيول شوي دي.

حکومتي مسوولين غوښتنه کوي چې عام خلک بايد د دغه ډول کړنو په لیدلو امنيتي ځواکونه خبر کړي څو د ناقانونيو مخه ونيول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.