شبرغان (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): جوزجان کې یوه مېرمن چې د لومړي ځل لپاره یې یوه عکاسخانه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي ډېرو نجونو او ښځو ته به په دې برخه کې د کار او زدهکړې زمینه برابره کړي.
سومن کوهکن په دې وروستیو کې شبرغان ښار کې د «عکاسی و خدمات کمپیوتری تصویر روز» په نوم یو دوکان خلاص کړی او اوسمهال ډېر پېرېدونکي لري.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې عکاسخانه کې چې د ۱۵۰ زره افغانیو په پانګه جوړه شوې، د عکس اخیستو، د اسنادو چاپولو، د مراسمو د فلم اخیستو او داسې نور خدمات وړاندې کېږي.
کوهکن زیاته کړه: «اوس زموږ چاپخونه کې ډېرې مېرمنې په ارام زړه عکس اخلي؛ ځکه چې ټولنیزو شرایطو او کورنیو محدودیتونو ته په کتو مېرمنې د نارینهوو په عکاسخانه کې راحته نه دي او دې ته لومړیتوب ورکوي چې یو مېرمن یې عکس واخلي.»
سومن زیاته کړه، د حکومت او موسسو له خوا د ملاتړ په صورت کې به وکولای شي چې خپل کار ته پراختیا ورکړي او یو شمېر ښځې او نجونې کار ته جذب کړي او دغهراز نجونو ته د عکاسۍ او فلمبردارۍ برخه کې د زدهکړې زمینه هم برابره کړي.
هغه وايي: «ما دغه دوکان درې کاله مخکې جوړ کړی و، ۸ میاشتې مې کار وکړ، ښه عاید مې درلودل خو لږ وخت وروسته مې د دوکان ټول وسایل غلا شول او بېکاره شوم، اخر مې پور واخیست او خپل دوکان مې بېرته فعال کړ.»
د سومن په خبره، راتلونکي کې په پام کې لري چې د پرمختللو وسایلو او دستګاوو په پېرلو سره په دې عکاسخانه کې په بېلابېلو طرحو سره پر جامو د عکس د چاپولو امکانات هم برابر کړي.
جوزجان کې ځینې مېرمنې د دغه دوکان په جوړېدو خوښې دي او وايي، اوس په ارامه زړه یاد دوکان کې چې د یوې مېرمنې له لورې په کې عکس اخیستل کېږي، عکس اخلي او خپل اسناد چاپوي.
د یادې عکاسخانې یوې پېرېدونکې ګلناز وویل، پخوا به د نارینهوو عکاسخانې ته تلله خو اوس په ډاډه زړه دې عکاسخانې ته د عکس اخیستو لپاره ورځي.
هغې د یادې عکاسخانې خدمتونه باکیفیته وبلل او زیاته یې کړه: «ډېره خوشاله یم چې اوس یوه ښځه زما عکس اخلي او په راحتۍ کولای شم راشم او عکس واخلم.»
ورته مهال، د شبرغان ښار یو اوسېدونکی یوسف د ښځو لپاره د ځانګړې عکاسخانې له جوړېدو هرکلی کوي او وایي: «نن مې خپله مېرمن د عکس اخیستو لپاره د ښځو عکاسخانې ته راوستله، دغه دوکان د ښځو لپاره امن او خوندي ځای دی چې یوازې هم راشي ستونزه نشته، ځکه ټول کارکوونکي یې ښځینه دي.»
هغه هیلهمندي وښوده چې داسې دوکانونه دې ډېر شي، څو ښځې په ارامه فکر وکولای شي عکس واخلي.
ورته وخت کې، د جوزجان یوې مدني فعالې مارینا بارکزۍ پژواک ته وویل: «د دې چاپخونې جوړول له یوې خوا نورو ښځو ته د پانګهونې انګیزه ورکوي او له بلې خوا د ښځو د پیاوړتیا او وړتیاوو ښکارندویي کوي.»
هغه هیلهمنده ده چې حکومت او همکارې موسسې دې له ښځینه پانګهوالو ملاتړ وکړي څو هغوی خپل کار ته وده ورکړي.
ورته مهال، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیازمحمد تواب د یوې ښځې له لوري د یادې عکاسخانې د فعالیت د پیلېدو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: «یو متفاوته سوداګري ده او د اسلامي شریعت له نظره هم د ښځو لپاره ډېر سهولت دی چې په ارامه فکر یوې ښځې ته راځي او عکس اخلي.»
نوموړي زیاته کړه چې یاده سوداګري نورو ښځو او نجونو ته هم انګیزه ورکوي چې داسې سوداګریو ته مخه کړي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس د یادې مېرمنې د غوښتنې په اړه وویل: «موږ هڅه کوو د داسې پانګهوالو ښځو څخه د ملاتړ لپاره مرستې جذب کړو، څو د موسسو په مرسته لا ډېرې ښځې پر کار بوختې شي او د ښځو لپاره لا ډېره د کار زمینه برابر شي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال جوزجان کې څه باندې څلور زره ښځې پر بېلابېلو صنعتي او سوداګریزو کارونو بوختې دي او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ښه رول لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP