کابل (پژواک ۱۲ لړم ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ۷ هېوادونو له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ، افغانستان او قزاقستان د همکارۍ لارنقشه لاسلیک کړه، موظف پلاوي ایران کې پر افغانانو د ډزو او چاودنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ایران کې پر افغانانو ډزې او چاودنې؛ د دوو کسانو مړي او ۳۴ عيني شاهدان – چې ځیني يې ټپیان دي- رالیږدول شوي دي.
- ملګري ملتونه: ایران او پاکستان دې افغان کډوال په زور نه وباسي.
- افغانستان او قزاقستان د همکارۍ لارنقشه لاسلیک کړه.
- د افغانستان او قزاقستان خصوصي سکټور د سل میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
- جوزجان کې د سمنټو پروژې تړون د ۱۶۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو.
- ایرانایرتور افغانستان ته الوتنې پیل کړې او قطر له افغانستان سره د مستقیمو د الوتنو هوکړه وکړه.
- روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغیزستان له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ.
- مولوي عبدالکبیر: له تاجکستان سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.
- اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، غزني کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ووژل او یو یې ټپي کړ. دغهراز په همدې ولایت یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، بادغېس کې یوه ځوانه نجلۍ وژل شوې او ناپېژانده وسلهوالو فاریاب کې یو ځوان وژلی او د هغه نهه کلن زوی یې ټپي کړی دی.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په یوه پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
موظف پلاوي ایران کې پر افغانانو د ډزو او چاودنو لومړني معلومات خپاره کړل
د روان کال د تلې په ۲۵مه د ایران د بشري حقونو سازمان «حالوش» ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګژوبله اوښتې. سرچینې د دوو عیني شاهدانو په حواله د وژل شوو شمېر ۲۶۰ کسان ښودلی و.
وروسته د افغانستان سرپرست حکومت د دې موضوع د څېړلو لپاره پلاوی وټاکه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تېره اونۍ د ټاکل شوي پلاوي د لومړنیو موندنو په اړه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمېر هېوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دوو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پېښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي، ځیني نور لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او راانتقالولو بوخت دی.»
هغه لیکلي، د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او پلاوی په دې اړه کار کوي، وروستي جزئيات به د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.
پاکستان او ایران کې افغان کډوال
ایران او پاکستان کې میلیونونه افغان کډوال میشت دي چې ځینې یې د کډوالۍ اسناد هم نه لري. له دغو دواړو هېوادونو څخه هغه افغان کډوال ایستل کېږي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. داسې راپورونه هم شته چې کله کله اسنادلرونکي کډوال هم له دغو هېوادونو په زور ایستل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو کمیشنرۍ مشر عرفات جمال تېره اونۍ له پاکستان او ایران څخه وغوښتل چې په جبري ډول د افغانانو له اېستلو لاس په سر او افغانان کډوالو سره نېک چلند وکړي.
دغهراز، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني هم تېره اونۍ له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي.
هغه دا هم ویلي و، هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، باید د کډوالۍ له قوانینو سره سم ژوند وکړي او د اړوندو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د همکارۍ لارنقشه
تېره اونۍ، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، حکومتي پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ لارنقشه لاسلیک کړې ده.
هغه لیکلي، په دغه سفر کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، برېښنا، لوجستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زدهکړو او بشري مرستو برخو کې د همکارۍ لارنقشه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
د سمنټو او برېښنا پروژې
تېره اونۍ د جوزجان ولایت د یتیمتاق سیمې د سمنټو پروژې تړون د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۶۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۷۷ ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د همدې شرکت مشر سلیمان جیلیو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د روسیې، بحرین، هند او ازبکستان پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید، ډبرو سکرو، مسو، سرب، جستو، هوایي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې او روغتیا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
تېره اونۍ، په چین کې افغان سفیر مولوي بلال کریمي، د دغه هېواد له چاروکو سره په ګډه د افغانستان او چین ترمنځ د باروړونکي ریل پرانیسته وکړه او په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار یو ریل چې ۵۰ کانټینرونه لېږدوي له چین څخه د افغانستان په لور حرکت وکړ.
تېره اونۍ، د ایران د «ایران ایرتور» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پيل کړې او افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو هوکړهلیک لاسلیک شو.
اوو هېوادونو له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ
تېره اونۍ، مالیزیا کې افغان سفیر نقیبالله احمدي د روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغیزستان هېوادونو له سفیرانو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو او د تعامل پر پراختیا خبرې وکړې او یادو سفیرانو له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ.
تېره اونۍ د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یوه ناسته کې ویلي، له تاجکستان سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.
مرستې
تېره اونۍ، اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالر اضافي مرسته اعلان کړه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) له لوري د ننګرهار عامې روغتيا له رياست سره د روغتيايي او غیر روغتيايي تجهيزاتو مرسته وشوه.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن