Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازبکستان او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

د ازبکستان او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

author avatar
2 Nov 2024 - 15:16
د ازبکستان او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي
author avatar
2 Nov 2024 - 15:16

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له استازې تري هاکالا سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې استازې د افغانستان په اړه د سیمې د یوه متحد دریځ د رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او ثبات راتلو لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې ده.

یاده لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي تېره اونۍ په دغه هېواد کې د هالنډ له سفیر یک‌‌شیمرز سره په تاشکند ښار کې لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې له یو بل سره خبرې اترې کړې دي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.