کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د کابل ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې خپله او د کورنۍ غړي یې د سترګو التهاب پر ناروغیو اخته شوي، بلخوا، ډاکټران د سترګو التهاب ساري ناروغي بولي او وايي چې د دې ناروغۍ د ځینو نښو لیدو په صورت کې دې ژره تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
ډاکټران وايي، د سترګو د التهاب لامل باکټریاوې او ویروسونه دي؛ که چېرې په دغه صورت کې ډاکټر ته مراجعه ونه شي، سترګو کې ګل پیدا کېږي او کمزورې کېږي.
پژواک خبري اژانس د کابل ښار له څو ښاریانو سره خبرې کړې او هغوی پر دې ناروغۍ د ځان او د کورنۍ د غړو له اخته کېدو یادونه کوي او وايي، یاده ناروغي ډېره ساري ده.
۳۲ کلن عبدالوهاب چې له یوې اونۍ راهیسې پر یادې ناروغي اخته شوی وايي، لس ورځې مخکې یې لور چې د یوه خصوصي ښوونځي په لومړي ټولګي کې ده، سترګو یې التهاب پیدا کړی دی.
هغه زیاته کړه: «لومړی په ټولګي کې د هغې یوه ټولګيواله پر یادې ناروغۍ اخته وه، وروسته یې زما لور هم ونیوه، ډېره په تکلیف شوه، تر دې چې د درد او سوي له امله یې نه د ورځې خوب درلود نه د شپې، ان یوه ورځ یې له سترګو وینه راغله.»
نوموړي وویل، کله چې یې ډاکټر ته مراجعه وکړه، ډاکټر یاده ناروغي ساري او خطرناکه وبلله، خو د ډاکټر د درملو له کارولو وروسته روغه شوه.
عبدالوهاب وايي، وروسته دی هم پر دې ناروغۍ اخته شو، د ده سترګو هم سخت درد او سوی درلود چې د درملو په کارولو اوس د ښه کېدو په حال کې دی.
ورته مهال، پر یادې ناروغۍ اخته یو بل کس محمدقاسم وايي: «دوه اونۍ مخکې د خپل یوه ملګري کره ورغلی وم، سترګې یې سرې او پړسېدلې وې، خو چې کور ته راغلم له یوې ورځې وروسته مې ښۍ سترګه کې سوروالی او پړسوب پیدا شو، ورو ورو ډېر شو، سخت درد او افرازات یې درلودل.»
نوموړي هم ډاکټر ته مراجعه کړې او اوس تر درملنې لاندې دی.
دغه راز نګینه د کابل ښار د کارتهنو سیمې اوسېدونکې وايي: «یوه کلنه ورېره مې په کودکستان کې ده، له یوې ټولګيوالې د سترګو مرض ورغلی، ډېره په تکلیف وه، له دې چې ډېر درد او سوی یې درلود، تل یې ژړل، تر هغو چې ډاکټر ته مو بوتله او ښه شوه.»
د هغې په وینا، له ورېرې یې ټوله کورنۍ د سترګو التهاب پر ناروغۍ اخته شوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د سترګو التهاب پر ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر له ورکولو پرته پژواک ته وویل: «دا ناروغي رښتیا هم ډېره ده او ساري ده.»
خو نوموړي په دې اړه ډېر څه ونه ویل.
ورته مهال، کابل ښار کې د سترګو برخې متخصص نجیبالله عثماني هم وویل، د سترګو التهاب چې لامل یې ویروس دی، ډېر ساري دی او اوس مهال د کابل خلکو ترمنځ شتون لري.
هغه زیاته کړه: «دا ناروغي په عامه توګه ۶ یا ۷ میاشتو لپاره په ټولنه کې خپرېده او بیا بېرته ورکېده خو اوس دوه کاله کېږي چې په ټولنه کې موجود دی او هیڅ نه کمېږي، کله یې شدت ډېرېږي، کله متوسط خو دا ناروغي دا ځل له ټولنې هيڅ ورکه شوې نه ده، اوس هم ډېره دود ده، موږ هره ورځ د سترګو په شخصي کلینیکونو او دولتي او غیردولتي روغتونونو کې دا ډول ډېر شمېر ناروغان لرو.»
هغه دا ناروغي ډېره ساري وبلله او ویې ویل چې سوروالی، سخت درد، سوی، خارښت، پړسېدل او سترګو کې عفونت د دې ناروغۍ نښې دي.
ډاکټر عثماني په داسې حال کې چې ویل یې د یادې ناروغۍ د انتقال سرچینه د لامبو حوضونه دي زیاته کړه، له ناروغ سره تماس او د ناروغ د شخصي وسایلو کارول هم د یادې ناروغۍ د انتقال لامل کېدای شي.
د نوموړي په خبره، تر ډېره یوه سترګه پر دې ناروغۍ اخته کېږي خو ځیني وختونه د دواړو سترګو د اخته کېدو شونتیا هم شته.
هغه سپارښتنه وکړه چې د یادې ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي او ترڅنګ یې د سترګو حفظ الصحه په جدي توګه رعایت شي.
هغه زیاته کړه: «باید مریض ډاکټر ته مراجعه وکړي او درمل واخلي او دغهراز دې ناروغانو لپاره تر ټولو غوره کار سوړ ټکور دی، د ورځې پنځه ځلې دې خپلو سترګو ته سوړ ټکور ورکړي، دا کار ورته ډېر ښه دی.»
د هغه په خبره، دا ناروغي د سترګو د لید کمزوري کېدو لامل کېږي او په ډېرو نادرو مواردو کې په سترګه کې د ګل لوېدو لامل کېږي.
هغه د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سپارښتنه وکړه: «د دې لپاره چې پر دې ناروغۍ اخته نه شو، باید تل ځان پاک وساتو، لاسونه په پرلهپسې توګه په اوبو او صابون ومینځو، لاسونه سترګو ته ډېر یو نه سو، له خپلو شخصي وسایلو په انفرادي توګه کار واخلو، جلا مخ او ځان پاک ولرو، چا سره یې شریک نه کړو، دغه راز خپلې سترګې له دوړو او خاورو وساتو.»
دغهراز، کابل ښار کې د نور تخصصي روغتون رییس ډاکټر ظاهرګل ځدراڼ په دغه روغتون کې هم د سترګو پر التهاب د اخته کسانو د شمېر له وړاندې کولو پرته وايي، د سترګو پر التهاب د اخته کسانو شمېر چې عامل یې باکټریاوې دي، ډېر دی.
خو نوموړي وویل: «خپلې شخصي معاینهخانه کې مې څلورو ورځو کې ښايي د سترګو پر التهاب (Bacterial Cnjunctivitis) اخته ۲۰ ناروغان معاینه کړي وي.»
هغه وايي، د هوا سړېدو او د ژمني وسایلو کارولو له امله ښايي ځینې کورنۍ خپلې کمپلې پرته له مینځلو، وتو کولو او لمر ورکولو وکاروي، دا دې لامل کېږي چې سترګو ته میکروب انتقال او میکروبي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP