Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

خوست کې داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
4 Nov 2024 - 15:25
خوست کې داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
4 Nov 2024 - 15:25

خوست ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): په خوست ولايت کې د داخلي بې‌ځايه شوو کورنيو غړي له حکومته د بشري مرستو د وېش او د ژوند د نورو لومړنيو اسانتياوو برابرولو غوښتنه کوي.

 بل لورته، حکومتي مسوولین بیا کډوالو ته د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

له خوست او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه کډه شوې دا کورنۍ چې شمېر يې شاوخوا څلور سوه ته رسېږي، دا مهال د خوست مرکز اړوند د شمل فرارې په سيمه کې اوسېږي.

هغوی وايي، بې وزلۍ او وزګارۍ يې ژوند تريخ کړی او له دې سربېره د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

د يوې بې‌ځايه شوې کورنۍ غړي محمدشريف ځاځي له پژواک سره خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بشري مرستو د وېش برخه کې بايد دوی ته لومړيتوب ورکړل شي.

هغه وايي: «د مرستو واله راشي دلته زموږ څخه نومونه وليکي، نور چا مرستې په سترګو نه دي ليدلي، نو په دې نه پوهېږو چې څوک يې صحرا په صحرا خرڅوي که بله څه مسله ده، دا ځوريدلي خلک دي. دا هغه خلک دي چې خپل کلي کور کې مړۍ نه لري، کور نه لري، يا یتميان دي او يا هم شهيدان لري.»

د دغو داخلي بې‌ځايه شوو کورنيو غړي وايي، په ژمي کې د ورښتونو پر مهال یې کورونو کې اوبه ډنډ ولاړې وي او د دې سربېره د څښاک پاکو ته هم لاسرسۍ نه لري.

د يوې بې‌ځايه شوې کورنۍ یوه غړي موسی‌ګل په دې اړه پژواک ته وويل: «زموږ اوبه ډېرې خرابې شوې دي، اکثره ځايونو کې يې چينجي کړي دي، خوند يې هم بيخي زيات خراب دی.»

همدا ډول، د يوې بلې بې‌ځايه شوې کورنۍ غړي مصطفی پژواک ته وويل چې سيمه کې يې ښوونځی نشته او د بې‌وزلۍ له امله نه شي کولای خپل ماشومان په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي.

د هغه په وینا، د معیاري سرپناه نه لرلو له امله د ډېرو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

ده وويل: «دا ټول ماشومان ښوونځي ته نه ځي، همداسې بې تعليمه دي، موږ غواړو چې دلته يو دولتي ښوونځی راته جوړ شي، شخصي ښوونځی پنځه سوه او شپږ سوه افغانۍ د مياشتې فيس غواړي چې موږ يې نه لرو.»

دغه راز، يوه بل بې‌ځايه شوي روزي‌ګل وويل: «دا د بلوکو څخه جوړ کورونه دي چې ساده لرګي مو پرې اچولي دي، د ژمي په وخت کې اوبه د کورونو په منځ کې ولاړې وي، د وتلو مخه يې نشته.»

ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني بيا وايي، په لومړي پړاو کې ټولې بې‌ځايه شوې کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول کېږي.

نوموړي پژواک ته وويل، هغه کورنۍ چې خپلو سيمو ته د تګ وس نه لري، د همکارو بنسټونو پر مټ به ورته د زده‌کړو او د ژوند نورې لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي.

هغه زياتوي: «موږ د همکارو موسسو سره په اړيکه کې يو، وخت په وخت باندې ناستې لرو، دغه تېره جمعه موږ د پوهنې وزارت سره يوه تفاهم‌نامه هم لاسليک کړه چې په دغه پنډغالو او کمپونو کې د دوی لپاره د زده‌کړې زمينې برابرې شي او څومره لومړنۍ اسانتياوې چې دوی ورته ضرورت لري، هغه ټولې به ورته برابرې شي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې درې ميليونه بې‌ځايه شوې کورنۍ موجودې دي چې ډېره برخه يې په پلازمېنې کابل کې اوسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.