کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کابل ښار د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو د ترسراوي پر مهال د افغانستان د هاکي فدراسیون سکتر جنرال خالد ځاځي پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابل ښار څخه څلورو لوبډلو برخه اخیستې وه.
نوموړي وویل چې د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
هغه وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل د ځوانانو او لویانو منتخبو لوبډلو ته ۱۲- ۱۲ لوبغاړي وټاکل شول.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به په کابل کې د هاکي ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه سیالۍ ترسره شي.
ورته مهال د دغو سیالیو یو ګډونوال هلال احمد پژواک ته وویل چې داسې لوبې ترسره کول د دوی لپاره ډېر مهم دي.
هغه زیاته کړه، دغو سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله لري چې ښه نتیجه به تر لاسه کړي.
هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دوی ته ورته نورې سیالۍ هم برابری کړي څو د هاکي لوبه په هېواد کې پرمختګ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP