Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د خلکو لخوا په شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو  لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د غزني ښار امیرمحمدخان قلعه په سیمه کې جوړه شوې ده.

د یادې سېمې یوه قومي مشر رمضان علي خالقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لومړنی ښوونځی د امام هادي په نوم دی، په یو نیم جریب ځمکه کې په پاخه او اساسی ډول په یو پوړ کې جوړ شوی، ۱۲ درسي او اداري خونې لري چې ۱۵۰۰ نجوني او هلکان به پکي زده کړي کوي.

دی وایي، پر یاده ودانۍ شاوخوا شپږ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د خلکو له لورې ورکړل شوې دي.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي طاهر وویل، له اوسنیو ستونزو د خلاصون یوازینۍ لار زده‌کړې کول دي، همدې ته په کتو سره په یاده سیمه کې د یوه ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه، چې نن ورځ یې ودانۍ د خلکو په مالي ملاتړ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني پوهنې رییس مولوي نصیراحمد اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزنې مرکز امیرمحمد خان قلعه سیمې لومړني ښوونځي ودانۍ نه لرله چې د سیمې د خلکو لخوا ورته ودانۍ جوړه شوه.

هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم وغوښتل چې د امیرمحمد خان قلعه سیمي د خلکو په څېر دوی هم خپلو اولادونو ته د زده کړو زمینې برابري کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري او د سرپناه نه شتون ګڼ شمېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ کړې دي.

یاده دي وي چې څو ورځي وړاندي هم د غزني د جغتو ولسوالۍ په ترګان سیمه کې د خلکو لخوا يوه یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.