Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیا‌ لپاره نوې دولتي کمېټه جوړه شوې

مهترلام (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د دغه ریاست په مشرۍ د شپږو دولتي ارګانونو ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالستار محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې، د ځنګلونو په اړه د عامه پوهاوي او احیا په موخه د دغه ریاست په مشرۍ د ولایت مقام، امنیه قومانداني، استخباراتو ریاست، علماوو شورا او قول اوردو د استازو ګډه کاري کمېټه جوړه شوې ده.

هغه وویل: «یاده کمېټه به په مرکز او ولسوالیو کې ځنګلاتي ټولنې جوړوي او ورسره خوا کې به عامو ولسونو ته د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په خاطر د عامه پوهاوي پروګرامونه مخته وړي.»

ورته مهال، د یادې ګمېټې غړي او د دغه ولایت خلک د ځنګلونو د ساتنې په موخه د یادې کمېټې جوړېدل مهم او پر ځای اقدام بولي.

دغه ولایت کې د علماوو شورا په استازولۍ د یادې کمېټې غړي مولوي سیدهاشم وویل، دوی به د کرنې ریاست د رییس په مشرۍ د مهترلام سربېره په پنځه ګونو ولسوالیو کې له ځايي مشرانو او ځوانانو سره د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه په دوامداره توګه مشورتي ناستې کوي او هڅه به یې دا وي چې د ځنګلونو پرې کولو مخه ونیسي.

نوموړي وویل، له دې وروسته که څوک په دغه ولایت کې ځنګلونو ته زیان رسوي، دوی به یې د امنیې قوماندانۍ اړوند د شنې قطعې مسوولینو ته ور پېژني.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له‌ مخې، لغمان کې له دې مخکې د یو شمېر موسسو په همکاري په ټولو ولسوالیو کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه شاوخوا ۵۰ سیمه‌ییزې ټولنې جوړې شوې چې د یادې کمېټې په جوړېدو سره به لا غښتلې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.