Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت: هېواد کې د جوګیانو او جټانو د ثبت پروسه په کره توګه عملي کېږي

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د جوګیانو قوم د ستونزو او اړتیاوو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې په هېواد کې ټول جوګیان او جټان ثبتیږي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د لړم په ۲مه یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د جوګي قوم ځینو کورنیو له اسلامي امارت د استوګنیزو ځمکو د وېش او نورو ستونزو ته یې د رسېدنې غوښتنه کړې وه.

د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن (پنجشنبه، د لړم ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې‌ په خپرولو سره لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د ځانګړي فرمان پر اساس، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې څو په هېواد کې مېشت جوګيان او جټان ثبت او راجسټر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت د سرحدونو قومونو او قبایلو وزارت د سرحدي پلټنې معین مولوي اسماعیل غزنوي په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو ته دنده وسپارل شوه څو هېواد کې د مېشتو جوګیانو او جټانو د ژوندکولو ځای معلومولو او هویت پیدا کولو لپاره څېړنې وکړي.

سرچینه وايي چې په یاده ناسته کې یوه کمېټه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، عدلیې وزارتونو او د احصایې ملي ادارې له استازو جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي چې جوړه شوې کمېټه به د مېشتو جوګيانو او جټانو د ثبت او راجسټر  پروسه په بشپړ صداقت او دقت سره په ټول هېواد کې عملي کړي او دغه پروسه به د جوګيانو او جټانو لپاره د اساسي حقونو په تامین کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې ا.ا د هېواد ټولو خلکو ته په یوه نظر ګوري، ترمنځ یې توپیر نه کوي او د جوګیانو په ګډون د افغانستان ټول خلک په افغانستان کې د ژوند او امنیت حق لري او د هېواد وګړي او اتباع ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت ځان ته لازمه ګڼي چې د ټولو وګړو او افغانانو حقونو ته چې دلته ژوند کوي رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.