Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د یوه جومات او دیني مدرسې جوړولو چارې پيل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): خوست کې د ۲،۵ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د يوه جومات او يوې ديني مدرسې جوړولو چارې پيل شوې.

دغه جومات او مدرسه د مرکز اړوند د «مټه چينې» سيمه کې پر شاوخوا لس جريب ځمکه د یوه ترکي شتمن په مالي لګښت جوړيږي.

د خوست مرستيال والي محبوب‌شاه قانت په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه جومات به پر یو وخت د دوه زره لمونځ‌کوونکو او مدرسه به د اووه سوه زده‌کوونکو ځايولو ظرفيت ولري.

د نوموړي په وينا، په دغه ځای کې د ياد جومات او مدرسې ترڅنګ په عصري او مجهز ډول يو پخلنځي هم جوړيږي.

ده وویل چې د دغه جومات او دیني مدرسې پر جوړولو ۲،۵ میلیون امریکايي ډالره لګښت راځي.

دی زياتوي: «دا د جلال‌الدين حقاني رحمة‌الله جومات او مدرسه ده چې دلته پخوا مسجد موجود و او بيا وران شو، خو نن يې بيا د بنسټ ډبره اېښودل کېږي. دغه مسجد او مدرسه د ترکيې هېواد د يوه اوسېدونکي شيخ محمد تورن له خوا جوړيږي.»

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل‌الرحمن حقاني چې په ياد پروګرام کې يې برخه اخيستي وه وويل،  له دې مخکې په دغه ځای کې يو بل جومات و چې ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د امريکانو په بمبار کې ويجاړ شو.

هغه وويل، د دغه جومات او مدرسې جوړېدل د دوی لپاره ستر ارزښت لري او دا به د اسلامي او ديني زده‌کړو ستر مرکز وي.

هغه وايي: «زموږ تمنا دا وه چې دا جومات موږ په خپل لاس جوړ کړو، دا د اسلام او جهاد هغه ځای دی چې ډېر کسان په کې شهيدان شوي او د الله ج څخه غواړو چې دا عالم اسلام او د جهاد مرکز وګرځوي.»

د خوست د حج او اوقافو رياست معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا څلور زره جوماتونه دي چې نيمايي يې له دوی سره ثبت او راجستر دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.