Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو

author avatar
9 Nov 2024 - 18:19
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو
author avatar
9 Nov 2024 - 18:19

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): تېره اونۍ ا.ا په ټاکنو کې د ټرمپ له بریا وروسته هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوې اداره د افغانستان په اړه واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي، ازبکستان له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار وکړ او اروپايي ټولنې بیا له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی؛ قانع: دا ادعا بې‌بنسټه ده
  • یوناما: د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون ځینو برخو کې پر ښځو ځیني نوي بندیزونه لګولي دي
  • د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت: یوناما لا هم خپل راپورونه د غیراسلامي او غیرافغاني ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.
  • د هند ځانګړي استازي او په کابل کې د چین سفیر له افغان چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
  • میرضیایوف: له افغانستان سره باید په سختو شرایطو کې همکاري وشي.
  • د امریکا له نوي ولسمشر د ا.ا غوښتنه: د افغانستان په اړه واقع‌بینانه سیاست غواړو.
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

مرګژوبله:

تېره اونۍ په ننګرهار کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د يوه ځوان جسد موندلی چې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی. دغه راز چارواکي وايي، په همدې ولسوالۍ کې بیا نامعلومو کسانو هغه یو کس حلال کړی چې خلکو ته به یې دم، دعا او تعویذونه ورکول.

دغه راز، امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري کمپ سیمه کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه شوې او یو ورور یې د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.

تېره اونۍ د هېواد له نورو ولایتونو د وژنې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېرېدو په اړه د م.م ادعا او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د م.م له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي، افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه ډېر شوی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دغه څرګندونې ردوي او وایي چې اسلامي امارت د دې پديدې پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګني او په ټول هېواد کې یې د نشه‌يي توکو پر کښت او توليد بشپړ بنديز لګولى دى.

د ښځو حقونو په اړه د یوناما وروستي راپور او د ا.ا غبرګون

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د قانون ځینو برخو ته په اشاره ویلي، یاد قانون پر ښځو ځیني نوي بندیزونه لګولي دي.

په راپور کې راغلي: «په دې قانون کې ځیني بندیزونه چې پخوا د واکمنې ادارې د چارواکو د حکمونو، فرمانونو او لارښوونو په چوکاټ کې صادر شوي وو، نرم شوي دي. دا قانون داسې ښکاري چې ځیني پخواني بندیزونه یې پراخ کړي او نوي بندیزونه زیاتوي.»

خو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې وايي، یوناما لا هم خپل راپورونه د غیراسلامي او غیرافغاني ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي: «د یوناما او دې ته ورته سازمانونو راپورونه تر ډېره د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت له کاري واقعیتونو لرې وي او د هغو ارزښتونو پر بنسټ چمتو کېږي چې د دوی فکر یې تشکیلوي.»

میرضیایوف: له افغانستان سره باید پّ سختو شرایطو کې همکاري وشي

تېره اونۍ، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په بیشکک کې د ترک هېوادونو د سازمان ۱۱مې سرمشریزې پر مهال ویلي، د افغانستان له اوسني حکومت سره باید د سختو ستونزو په حل کې همکاري وشي او په سیمه‌ییز اقتصادي بهیر کې د دغه هېواد مشارکت په پام کې ونیول شي.

دغه راز، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یاده سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټيکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی او له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کوي.

د ترک هېوادونو سازمان د ۲۰۰۹ کال د اکټوبر په ۳مه د ترکیې، اذربایجان، قزاقستان او قرغزستان په ګډون جوړ شو؛ اوس مهال د هنګري ترڅنګ د ۷ ترکي ژبو هېوادونو په ګډون اته هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري.

له بهرنيو چارواکو سره د افغان چارواکو لیدنې

د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې هېوادونو، افغان او هندي تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې وشي او دغه راز به افغانانو ته د هند د ویزو برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي.

دغه راز، جي پي سینګ د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي ډول د بشري همکاریو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د ایمرجنسي روغتونونو له مشرې روسیلا میکیو سره په ليدنه کې د شته روغتیایي خدماتو د پراختیا، معلولیت‌لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو برابرولو او ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا له نوي ولسمشر د ا.ا غوښتنه؛ د افغانستان په اړه واقع‌بینانه سیاست غواړو

تېره اونۍ، په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې؛ د جمهوري‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول د ډيموکراټ ګوند نوماندې کاملا هريس ته په ماتې ورکولو سره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې وګټي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکل کېدو په اړه ویلي، هیله لري د امریکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي څو دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرګندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختګ رامنځته شي او وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، اروپايي ټولنې، په افغانستان کې د کرنې په سکټور کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د ملاتړ په موخه د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ځانګړي کولو ژمنه کړې ده.

Views: 28

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.