ژبه

ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو

توسط عبدالله عزیزي

نوومبر 6, 2024 - 4:26 pm

Views: 441

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د جمهوري‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول چې په ولسمشریزو ټاکنو کې کاملا هريس ته په ماتې ورکولو د دویم ځل لپاره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر شي.

رویټرز اژانس خبر ورکړی چې ټرمپ د ۲۷۹ الکټرال رایو په ترلاسه کولو د امریکا اووه څلوېښتم ولسمشر شو.

دا په داسې حال کې ده چې د یادو ټاکنو بله نومانده کاملا هریس یوازې ۲۲۴ الکټرال رایې ترلاسه کړې او له ټرمپ څخه په ډېر واټن شا ته پاتې ده.

ټرمپ وکولای شول خپلې ډیموکراټې سیالې کاملا هریس ته ماته ورکړي او د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته وروګرځي.

هغه په څه باندې ۱۳۰ کلونو کې لومړنی ولسمشر دی چې بیا سپینې ماڼۍ ته ورګرځي.

ټرمپ له دې مخکې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ هم د امریکا ولسمشر و.

د نړۍ د ډېرو هېوادونو لکه د برېټانیا، فرانسې او اوکراین مشرانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د بریا مبارکي ورکړې ده.