فراه ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د فراه پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ۳۹۵ ښوونځیو له ډلې ۱۸۸ یې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
د فراه د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز او ۱۱ ولسوالیو کې ۳۹۵ ښوونځي فعال دي چې د ۴۵۰۳۶ نجونو په ګډون ۱۳۲۲۶۳ زدهکوونکي زدهکړې پهکې کوي.
هغه زیاته کړه، د یادو ښوونځیو له ډلې ۱۸۸ خپلې ودانۍ نه لري چې ډېر یې په کرايي کورونو کې او د ګوتو په شمېر یې په خېمو کې فعال دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې دوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او یو شمېر نور بیارغول شوي دي.
د زعیم په خبره چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو ودانیو نشتوالي ستونزه یې په کابل کې له مسوولینو سره شریکه کړې او هیلهمن دی رسېدنه ورته وشي.
هغه دغه راز وویل چې دا مهال په دغه ولایت کې د ښوونځیو ترڅنګ ۵۸۸ مدرسې هم فعالې دي چې ۱۶ یې رسمي او پاتې نورې غیررسمي دي.
نوموړی وایي، د رسمي او غیررسمي مدرسو ترڅنګ د خلکو له خوا جوړې شوې ۳۰۰ کلیوالي مدرسې هم شته چې سړي، ښځې او ماشومان په کې زدهکړې کوي.
بلخوا، خلک هم ټینګار کوي چې ښوونځیو ته باید خپلې ودانۍ جوړې شي.
د فراه مرکز کې د پنجلي کلي یوه اوسېدونکي محمدیونس پژواک ته وویل: «موږ هم خبر یو چې ځيني مکتبونه په ښار او ولسوالیو کې ودانۍ نه لري چې دا کار هم په ګرمۍ او هم په ژمي کې د شاګردانو لپاره ځوروونکی دی، باید خپلې ودانۍ ورته جوړې شي.»
دغه راز، د پشترود ولسوالۍ د ملا امان کلي یوه اوسېدونکي حامد نېکزاد وویل چې حکومت او موسسې باید زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر کړي.
نېکزاد زیاته کړه چې په ولسوالیو کې د ډېرو ښوونځيو ودانۍ یا تخریب شوې او یا هم په زړو کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه د ځینو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې تر اوسه هيڅ ښوونځي نه دي فعال شوي او ټينګار کوي چې دغه ستونزه باید حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP