ژبه

جوزجان کې یو کس د خپلې خور د وژلو په تور نیول شوی

شبرغان (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): په جوزجان کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس د خپلې خور د وژلو په تور نیول شوی دی.

د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د پنځمې حوزې امر قاري شاه‌محمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کس د چره‌يي ټوپک په وسیله خپله خور وژلې وه.

هغه زیاته کړه: «د پنځمې حوزې امنیتي مسوولینو سملاسي اقدام وکړ او له یو ساعت وروسته یې کس ونیو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیول شوي کس لومړنۍ دوسیه د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.

سرچینې څرګنده کړه، لومړنۍ څېړنې ښیي چې د دې پېښې انګېزه ناموسي مسایل دي.