کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): واشنګټنپست پرون راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کېیف ترمنځ نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي خو کرملین دا خبرې رد کړې دي.
واشنګټنپست پرون د هغو کسانو له قوله «چې د یادې ټیلیفوني اړیکې له جزیاتو خبر دي» راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کېیف ترمنځ د نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي او اوکراین کې یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
راپور کې راغلي، ټرمپ پوتین ته سپارښتنه کړې چې اوکراین کې د جګړې له تشدید څخه مخنیوی وکړي او هغه یادونه کړې چې متحده ایالات «اروپا کې د پام وړ نظامي حضور» لري.
د متحده ایالاتو حکومتي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حقیقت موندنه:
ټاس روسي خبري اژانس د کرملین ویاند، دیمیتري پسکوف له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې په اړه د لوېدیځو رسنیو ادعا ناسمه ده.
هغه ویلي: «هیڅ خبرې اترې نه دي شوي، دا ناسمه خبره ده او یوازې خیالات دي.»
راپور کې راغلي، د پوتین او ټرمپ وروستۍ اړیکه چې په کرملین سایټ کې یې راپور ورکړل شوی، د ۲۰۲۰ کال په جنوري میاشت کې د ټرامپ د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په پای کې ترسره شوې چې د بېلابېلو نړۍوالو مسایلو لکه ستراتیژیک ثبات په اړه یې خبرې اترې کړې وې.
پایله: واشنګټنپست پرون د سرچینو د نوم بیانولو پرته راپور ورکوی و چې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کرملین یاده ټیلیفوني اړیکه رد کړې ده.
حکم: له پوتین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرې اترې نا ثابته شوې ادعا ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن