Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزیر: اروزګان کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړوو

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت سرپرست اروزګان ته په سفر کې ویلي، دغه ولایت د پوهنې برخه کې له پامه غورځول شوی او په خبره یې، د یو شمېر همکارو ادارو په مرسته به یې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا چې د یوه پلاوي په ملتیا اروزګان ولایت ته تللی ویلي، دغه ولایت د تېرو کلونو پر مهال د پوهنې برخه کې وروسته پاتې او له پامه غورځول شوی دی.

هغه ویلي، د یو شمېر همکارو موسسو په مرسته به په دغه ولایت کې ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو ته ودانۍ جوړې شي.

نوموړي دغه راز ویلي چې له دیني زده‌کړو وروسته عصري زده‌کړې د ژوند مهمه اړتیا ده.

د هغه په خبره، له لومړي تر درېیم تولګي پورې یې اته میلیونه ټوکه کتابونه چاپ ته سپارلي چې په دې برخه کې د ښوونځيو ستونزه به ډېره ورسره هواره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.