Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هغه باور ناسم دی چې پر شکر د اخته والدینو اولادونه هم هرو مرو پر دې ناروغۍ اخته کېږي

هغه باور ناسم دی چې پر شکر د اخته والدینو اولادونه هم هرو مرو پر دې ناروغۍ اخته کېږي

author avatar
13 Nov 2024 - 14:55
هغه باور ناسم دی چې پر شکر د اخته والدینو اولادونه هم هرو مرو پر دې ناروغۍ اخته کېږي
author avatar
13 Nov 2024 - 14:55

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): ځیني هغه کسان چې مور یا پلار یې د شکر پر ناروغۍ اخته دي، اندېښنه لري چې دوی هم هرو مرو پر دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د روغتیایي چارو متخصصین وایي، ټول دا ډول کسان پر شکر نه اخته کېږي او ځیني غیرارثي عوامل هم د دې ناروغۍ لامل کېدای شي.

د انسانانو په خېټه کې د معدې شا ته پنکریاز پروت دی چې د نورو انزایمونو او هارمونز ترڅنګ انسولين هم جوړوي. د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدلېږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کېږي او د بدن حجرې یې د انسولين په ذريعه د انرژۍ لپاره د سون توکي په توګه کاروي. که چېرې انسولين نه جوړېږي او یا کار نه کوي، نو بدن ګلوکوز د انرژۍ لپاره نه شي کارولی او په وينه کې یې کچه لوړېږي چې دې حالت ته د شکر ناروغي وایي.

ادعا:

ځینې کسان وایي، پر شکر د اخته والدینو اولادونه هم پر شکر اخته کېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي وفی‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، ده لیدلي هغه کسان د شکر پر ناروغۍ اخته شوي چې مور یا پلار یې پر دې ناروغۍ اخته دي.

هغه چې ۲۵ کاله عمر لري، وایي: «سره له دې چې زما سن تر اوسه ډېر لوړ نه دی، خو که مې سن لوړ شي، نو زه سل په سلو په دې باور لرم چې زه به هم په شکر ناروغۍ اخته کېږم؛ ځکه زما پلار هم دغه ناروغي درلوده.»

د کابل د کارته نو سیمې اوسیدونکی رحیم‌الله هم وایي، مور یې د شکر پر ناروغۍ اخته وه او له هغې را وروسته یې د کورنۍ ټول غړي په خوراک او څښاک کې ډېر احتیاط کوي، څو پر دې ناروغۍ اخته نه شي.

دی وایي: «ځيني کسان مو لیدلي چې مور یا پلار یې په شکر اخته وي، هغوی هم په شکر اخته شوي وي، زموږ د کور ټول کسان احتیاط کوي، حتی پر یوه بل غږ کوو چې احتیاط کوه، که نه سبا به د مور په سرنوشت اخته شې، باور خو همدا دی چې مور مو شکر درلود نو موږ به هم پرې اخته کېږو.»

د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی رفیع زماني هم وایي: «زما په باور دا چې مور یا پلار په شکر اخته وي نو اولادونه یې هم حتما په شکر اخته کېږي.»

د کابل ښار د قصبې سیمې اوسېدونکی افتخار احمد وایي، تره یې د شکر پر ناروغۍ اخته و، اوس وفات شوی خو د کورنۍ غړي یې چې ناروغ شي لومړی خپل شکر معاینه کوي؛ ځکه فکر کوي چې پلار یې د شکر ناروغي درلوده نو دوی به حتماً پرې اخته کېږي.

افغانستان کې ډېر نور کسان هم ورته باور لري.

حقیقتموندنه:

د روغتیایي چارو متخصصین وایي، ټول هغه کسان پر شکر نه اخته کېږي چې مور یا پلار او یا هم دواړه پر دې ناروغۍ اخته وي. هغوی وایي، ځیني غیرارثي عوامل هم پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس ډاکټر وحدت الکوزي پژواک ته وویل: «شکر ناروغي په دوه ډوله ده؛ یوه ته یې لومړۍ ټایپ او بل ته یې دویم تایپ ویل کېږي، لومړۍ ټایپ یې معمولا په ماشومانو کې وي او د دې د اخته کېدو لامل د وجود د ځینو فکټورنو د تخریب له امله رامنځته کېږي، په دې کې هم تر ۳۰ سلنې پورې جنیټیک (وراثت) رول لري؛ یعنې که مور یا پلار یې دغه ناروغي درلوده نو دوی هم پرې اخته کېدای شي.»

هغه وایي چې د شکر پر دویم ټایپ ناروغۍ بیا معمولا له ۴۰ کلنۍ پورته عمرلرونکي کسان اخته کېږي.

الکوزی زیاتوي: «په دې ټایپ کې بیا جنیټکي یا ارثي موضوع ډېر زیات رول لري، چې له پنځوسو تر اتیا سلنه د اخته کېدو چانس یې وي، یو کتاب ما لېدلی و چې سل سلنه یې دغه چانس ښودلی؛ یعنې که یوه مور یا پلار یا دواړه د شکر په ناروغۍ اخته وي نو د اولادونو د اخته کېدو کچه یې همدومره ده.»

دی زیاتوي: «ځينې نور فکټورونه هم رول په کې لري، مثلا یو څوک چاغ وي ډېر نه ګرځي، مور یا پلار یې هم په شکر اخته وي نو د ده د اخته کېدو چانس بیا بیخي زیات وي، یا مثلا، د یو چا مور او پلار په دغه ناروغۍ اخته وي خو دی ورزش کوي، چاغ نه وي، پرهیز کوي بیا په دې کې د اخته کېدو چانس کمېږي، خو داسې هم نه ده چې د چا مور یا پلار په شکر اخته وي هغه به سل په سلو په شکر اخته کېږي او د چا مور او پلار چې نه وي اخته نه اخته کېږي.»

د داخله چارو متخصص ډاکټر محمدبشیر حقمل هم وایي: «خپله جنیټیک هم په شکر کې رول لري، دا چې د چا پلار یا مور په شکر اخته وي نو شل فیصده امکان لري چې اولادونو ته یې انتقال کړي.»

دی هم وایي، د شکر ناروغۍ لامل چاپېریالي اسباب هم دي چې جنیټیک په کې رول نه لري؛ یعنې د دې امکان هم شته چې ځيني هغه کسان هم د شکر پر ناروغۍ اخته شي چې مور او پلار یې شکر نه لري.

خلک په دې اړه څه وایي؟

د کابل ښار د پلچرخي سیمې اوسېدونکی قاري فضل‌الربي لبیب وایي، شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې د شکر پر ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وویل چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري، مور، پلار او د کورنۍ نور غړي یې پر دې ناروغۍ نه وو اخته شوي او دی لومړی کس دی چې د دوی په کورنۍ کې د شکر پر ناروغۍ اخته شوی دی.

لبیب وایي، دوکان لري، ټوله ورځ ناست وي، وزن یې زیات شوی او کېدای شي همدا یې د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه وي.

دغه راز، د کابل ښار د قنبر څلورلارې اوسېدونکی احمدخالد وایي: «فکر کوم دا خبره سمه نه ده چې مور او پلار شکر ولري نو اولاد به هم حتما دا ناروغي لري، زما مور د شکر ناروغي لرله او زه چې پنځوس کاله عمر لرم، الحمدالله تر اوسه د شکر پر ناروغۍ نه یم اخته شوی. زما عادت دی ډېر غوړ او خواږه نه خورم او هره ورځ تر یو ساعت ډېره پیاده‌روي کوم.»

پایله: ځیني کسان وایي، ټول هغه کسان د شکر پر ناروغۍ اخته کېږي چې مور یا پلار یې دغه ناروغي ولري، خو د روغتیایي چارو متخصصین دغه څرګندونې ردوي او تجربې هم ښیي چې دا باور سم نه دی.

پرېکړه: هغه باور سم نه دی چې پر شکر د اخته والدینو اولادونه هم هرو مرو پر شکر اخته کېږي.

Views: 165

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.