کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل کې د یوه خصوصي روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، هېواد کې د تېرو درېیو کلونو پر مهال د درملجوړونې برخه کې ډېر کار شوی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له داخلي درملو څخه ګټه واخلي.
په کابل کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو خصوصي روغتون جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، په همدې موخه جوړې شوې خبرې غونډې ته وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د درملجوړونې په برخه کې ډېر کار شوی چې کیفیت یې هم ښه دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.
نوموړي دغه راز د یاد خصوصي روغتون له مسوولینو هم غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې معیاري خدمات وړاندې کړي.
ورته مهال، په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د ډاکټرانو د تنظیم او د جوازونو د ثبت رییس قاضي پامیر اکاخیل وویل، له عامې روغتیا وزارت سره په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۰۰۰ زره ډاکټران راجستر دي چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
هغه د یاد خصوصي روغتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د معیارونو په پام کې نیولو سره خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
دغه راز، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمدیونس مومند له حکومته غوښتنه وکړه چې د روغتیايي خصوصي سکټور ملاتړ وکړي او د دغه روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي څو یې بهر ته له تګ څخه مخنیوی وشي.
په همدې حال کې د مطهر په نوم د نوي پرانیستل شوي خصوصي روغتون موسس محمد ناظري وویل، پر دغه روغتون یې څه باندې ۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې چې شاوخوا۸۰ تنه ورسره په کار بوخت دي.
نوموړی وویل، هڅه کوي خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې د نسایي ولادي، عمومي داخله، د ماشومانو داخله، عمومي جراحي، لابراتوار، دیجیټل اکسرې، د زړه ګراف، د زړه تلویزیوني معاینات، د شکر ناروغي او اورتوپیدي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP