منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هسپانیه کې د بوډاګانو پالن‌ځای کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د هسپانیا په شمال ختیځ کې پروت په ساراګوسا ښار کې د بوډاګانو یوه پالن‌ځای کې د اولګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده اورلګېدنه پرون سهار (جمعه، د لړم ۲۵مه) د بوډاګانو په «ګاردن ویلافرانس» پالن‌ځای کې شوې ده.

د راپور له قوله، د یادې اورلګېدنې پر مهال د بوډاګانو په پالن‌ځای کې ۸۲ کسانو شتون درلود او پاتې نور کسان د پولیس په مرسته له یادې پېښې روغ رمټ وتلي.

یو شمېر کسان د پېښې له امله سطحي ټپیان شوي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي او د درمنلې لاندې دي.

چارواکو تر اوسه د یادې اورلګېدني د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه