Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): تېره اونۍ ایران وویل چې دوو میاشتو کې زر افغان بندیان ا.ا ته سپاري، خلیل‌زاد بیا ویلي، د دوحې هوکړه کېدای شي د ډونالد ټرمپ او اسلامي امارت تر منځ د تعامل بنسټ شي او ګوترېش له هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • له هېوادونو د ګوترېش غوښتنه؛ د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې شي
  • اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ تر ټولو زیانمنو لسو هېوادونو دی او باید مرستې ورسره وشي.
  • اکرام‌الدین کامل د هند په ممبی ښار کې د ا.ا سرپرست قونسل وټاکل شو.
  • واشنګټن: د ا.ا رسمیت پېژندنه «په ټولنه کې د ښځو پر ګډون» مشروطه ده
  • خلیل‌زاد: د دوحې هوکړه کېدای شي د ډونالډ ټرمپ او اسلامي امارت تر منځ د تعامل بنسټ شي.
  • ایران په دوو میاشتو کې زر افغان بندیان اسلامي امارت ته سپاري.
  • د پاکستان د دفاع وزیر ادعا: د پاکستان پوځ ته د افغانستان له خاورې ګواښ پېښ دی.
  • ا.ا: افغانستان چا ته ګواښ نه دی، پاکستان دې په کور د ننه خپلو ستونزو ته حل پیدا کړي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.

د بغلان ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو کسانو بغلان او جوزجان کې دوه کسان وژلي او اروزګان کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د امریکا له نوي حکومت سره تعامل

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین ویلي چې سرپرست حکومت د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله لري.

د راپورونو له مخې، شاهین زیاته کړې، ډونالډ ټرمپ یو عملپالی کس دی او تمه کېږي چې د اوسنیو ننګونو په حل کې به هم واقع‌بين وي.

دغه‌راز، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت هیله لري چې د امریکا نوې اداره به د افغانستان په تړاو پر خپله اوسنی تګلاره بیا کتنه وکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی خو پر دیني او ملي ارزښتونو معامله نه کوي.

خو د راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټېل ویلي، تر هغه چې د افغانستان سرپرست حکومت «د دغه هېواد نیمایي وګړي د ټولنې له ګډونه محروم ساتلي وي» د نړۍوالې ټولنې له لوري به یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه پوره نه شي.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په اډانه کې خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

باکو کې د م.م د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP-29) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې شو چې د روانې نومبر میاشتې تر ۲۲مې به دوام ولري. د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون د نړۍ ۱۹۸ استازو او متخصصینو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص چې د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی ويلي دي، په دغه کنفرانس کې به د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې له نړۍوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې موجوده مالي میکانېزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو له نړۍوالو سره خپلي غوښتني شریکې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټرېش د نړۍ مشرانو ته به خطاب کې ویلي، هغوی کولای شي چې یوازې د ځمکې تودوخه د سانتي ګراد په کچه تر یو اعشاریه پنځو درجو محدوده کړي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی‌کوونکي دفتر (اوچا) د اقلیمي بدلون له نړۍوال کنفرانسه غوښتي څو له هغو ټولنو سره پر مرستو تمرکز وکړي چې له لوړې تودوخې او وچکالۍ سره مخ دي.

اوچا وايي، افغانستان په داسې حال کې د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ تر ټولو زیانمنو لسو هېوادونو دی چې د نړۍ یوازې صفر اعشاریه یو سلنه شین‌کوریز ګازونه تولیدوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه ناسته کې ویلي، هغه هېوادونه چې د افغانستان چاپیریال یې زیانمن کړی، باید په نړۍواله محکمه کې ځواب ووایي.

هغه زیاتوي چې څلور لسیزې جګړې د افغانستان پر چاپیریال منفي اغیزې کړی او د هېواد اتیا سلنه ځنګلونه یې تخریب کړي دي.

ممبی ښار کې د ا.ا سرپرست قونسل ټاکل کېدل

تېره اونۍ، د هند سنډي ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د ډیلي او کابل ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د رسمي کولو په لور یو مهم ګام کې د دې احتمال شته چې د هند حکومت په ممبی کې د افغانستان د قونسلګرۍ لپاره د یوه استازي د ټاکلو په تړاو د افغانستان د سرپرست حکومت غوښتنه ومني.

د سنډي ګارډین ورځپاڼې په راپور کې راغلي، اسلامي امارت اکرام‌الدین کامل په ممبی کې د افغانستان د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه معرفی کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند په ممبی ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه د اکرام‌الدین کامل د معرفي کېدو پخلی کړی دی.

خلیل‌زاد: د دوحې هوکړه کېدای شي د امریکا او ا.ا ترمنځ د تعامل بنسټ شي

تېره اونۍ، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمی خلیل‌زاد د امریکا په فلورېدا پوهنتون کې ویلي، د دوحې هوکړه د امریکا او د افغانستان د سرپرست حکومت تر منځ یوازینۍ رسمي هوکړه ده.

هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی او دا تړون له کابل سره د واشنګټن د تعامل اساس کېدای شي.

ده زیاته کړې: «نه غواړم غوښتنې پورته یوسم، خو ټينګار کوم چې د دوحې تړون کولای شي د همکارۍ یو ښه چارچوب وي»

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ زېږديز کال د فبروري په ۲۹مه د زلمي خلیل‌زاد او د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر منځ لاسلیک شو.

ایران کې د افغان بندیانو په اړه خبرې

تېره اونۍ، د ایران د عدلیې وزارت د زندانیانو د انتقال کمېټې مشر عسکر جلالیان د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.

هغه ویلي چې د یادو زندانیانو له ډلې ډېر یې د نشه‌یي توکو پر اړوند جرمونو محکوم شوي دي.

دغه راز، د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو پر اړوند مسایلو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، دا یو ښه ګام دی چې له ایرانه افغان زندانیان خپل هېواد ته را انتقال شي او د بند پاتې موده دلته تېره کړي.

تېره اونۍ، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د عدلیې وزارت له یاد پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.

هغه ویلي، ایران دې له یادو کډوالو سره ښه تعامل او حوصله ولري.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال دکتور عسکر جلالیان ویلي چې هېواد به یې د خپلو همکاریو په دوام په نږدې راتلونکي کې د ترسره شوو توافقاتو پر اساس د افغان بندیانو د انتقال پروسه عملاً پیل کړي او په دې برخه کې به د افغانستان له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.

دغه‌راز، د افغانستان د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني له یاد پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ایران دې د افغان بندیانو او کډوالو په راستنولو کې د تېر په څېر له بشپړ صداقت او ایماندارۍ کار واخلي.

ایراني پلاوي په دغو لیدنو کې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په دغه هېواد کې زر افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپاري او د بند پاتې وخت به په خپل هېواد کې تېر کړي.

افغان او ایراني چارواکو نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغانان په ایران کې بندیان دي.

د پاکستان ادعا او د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ ته د افغانستان له خاورې ګواښ پېښ دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي: «دا ادعاوې موږ په کلکه ردوو، دغسې موضوعات موږ پورې اړه نه لري، اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي، افغانستان نور د هېچا پر وړاندې ګواښ نه دی.»

دغه‌راز، هغه ویلي چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته کوم ګواښ نشته.

فطرت زیاته کړې، پاکستان دې خپل مسوولیت د افغانستان پر غاړه نه اچوي او خپلو کورنیو مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې «وی رونیکا بوسویک پوهار» سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسېدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.

د مرستو دوام

د المان د سولې کلي خیریه بنسټ یوه مسوول له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ماشومان د سختې سوځېدنې او د هډوکو عفونت درملنې لپاره ۴۰ زره یورو نغده مرسته وکړه، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د سمنګان له ولایتي روغتون سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.