کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
درې ورځې مخکې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د زندانونو چارو د سمون ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې مشر مولوي محمدیوسف مستري په کابل کې له ایرانه راغلي پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران اسلامي جمهوریت څخه ا.ا.ا ته د زندانیانو د سپارلو او په منظمه توګه د هغوی د انتقال په اړه خبرې اترې وکړې.
مستري ویلي: «د زندانونو چارو د سمون ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو، سره صلیب او رسنیو ته د زندانیانو د لیدنو او د هغوي د وضعیت څخه د حال خبرونې په موخه زمینه مساعده کړې او له تاسو هم همدا هیله لرو څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړو.»
خبرپاڼه کې راغلي، یاد پلاوي په دغه لیدنه کې ویلي چې دوی به د خپلو همکاریو په لړ کې د ترسره شوو توافقاتو پر بنسټ، له ایران څخه د افغان زندانیانو انتقال بهیر ته د دوام ترڅنګ به په دې تړاو له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP