کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د امریکا ولسمشر اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي، خو د روسیې ولسمشر مخکې خبرداری ورکړی چې دا کار به په جګړه کې د امريکا او ناټو د نېغې ښکېلتيا په معنا وي او روسیه به یې په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.
امريکايي سيبياېس نيوز وایي، تېره ورځ يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ورته ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي.
راپور کې راغلي چې دا پرېکړه د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د واشنګټن په پالیسي کې د پام وړ بدلون ښکارندويي کوي.
سرچینه زیاتوي چې دا چاره به کییف ته اجازه ورکړي چې د اردو تاکتیکي توغندیو سیسټم یا (ATACMS) وکاروي، څو په روسیه کې دننه اهداف په نښه کړي.
د راپور له مخې، دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د شمالي کوریا شاوخوا لس زره پوځیان د اوکراین شمالي پولې ته څېرمه کرسک سيمې ته استول شوي چې د روسیې له ځواکونو سره د سیمې په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.
خو د روسيې ټاس خبري اژانس نن لیکلي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روان کال د سپتمبر په ۱۲مه ویلي وو چې د اوکراين په جګړه کې د روسيې پر ضد د لوېديځ د اوږد واټن ويشتونکي توغنديو د کارولو احتمالي پرېکړه به جګړه کې د امريکا او ناټو د نورو هېوادونو د مستقيمې ښکېلتيا په معنا وي.
پوتین خبرداری ورکړی و چې دا ګام به د جګړې ماهیت بدل کړي او روسیه به د هغه ګواښونو پر وړاندې چې ورسره مخ کېږي، پرېکړې وکړي.
د ټاس د خبر له مخې، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د بایډن یادو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې امریکا د «لیونتوب او غچ اخیستنې» پړاو ته ننوتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP