Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شیاویونګ: چین د افغانستان له سولې او بیارغونې ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د چین استازي وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌ کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د چین استازي یو شیاویونګ له یوې چینايي رسنۍ سره په مرکه کې، په افغانستان کې سولې او ثبات ته د لاسرسۍ پهبرخه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له هوکړې خبر ورکړی دی.

یو شیاویونګ په دغې مرکه کې، ترهګري د هېوادونو د اندېښنې وړ مسئله بللې او زیاته مړې یې ده چې چین د افغانستان د سولې او بیارغونې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغه دغه راز ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي.

یو شیاویونګ دغه راز ویلي: «د ښځو موضوع چې، تاسو ورته نغوته وکړه، یوه مهمه موضوع ده او په پراخه توګه د پام‌وړ ګرځېدلې ده؛ خودا په افغانستان کې ټولې ستونزې نه‌دي، او نه هم د افغانستان اصلي ستونزه ده. موږ باید د افغان ښځو اهمیت ورکولو ته دوام ورکړو اوپه عین حال کې باید د بې‌وزلۍ، لوږې، کډوالو، او ترهګریزو ګواښونو په څېر د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو د حل لپاره له نړۍوالېټولنې سره همکاري وکړو

د اسلامي امارت مرستیال حمدالله فطرت بیا ویلي، واييدغه اندېښنه چې، ګواکې په افغانستان کې خپل‌سرې ډلې موجودې دي دا پرځای نه‌بولو، افغانستان اوس امن دی او په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت کولو اجازه نشته

هغه دغه راز ویلي،  افغانستان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر خلاف ګواښ رامنځته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.