Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي

حقاني: ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي

author avatar
19 Nov 2024 - 15:01
حقاني: ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي
author avatar
19 Nov 2024 - 15:01

خوست ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال ویلي چې ا.ا د خپلو عوايدو پر مټ په بېلابېلو برخو کې انکشافي پروژې پیل کړې دي او امکاناتو ته په کتو به د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي.

خوست کې د يو ملي پانګه‌وال له خوا د ۳۰ ميليون افغانيو په لګښت د يو جامع جومات د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه جامع جومات چې د خوست ښار اړوند دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه په تفريحي پارک کې جوړيږي، په يو وخت کې به د دوه زره پنځه سوه لمونځ کوونکو ځايولو ظرفيت ولري.

د ياد جومات د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د کورنيو چارو سرپرست وزير خلیفه سراج‌الدين حقاني وويل، دوی تر خپله وسه د جوماتونو او مدرسو په ابادولو کې برخه اخيستې، خو وايي چې د دين په چارو کې بايد هر څوک خپله ونډه واخلي.

هغه وويل: «دين به يوازې ملا صاحب ته نه ورپرېږدو، دين کې به ټول سره شريک وو، اما د دنيا ضرورتونو د پوره او حل کولو لپاره به اصول، ظوابط او کوششونه کوو چې په سمه طريقه او صميميت سره هغه مشکلات حل کړو.»

د کورنیو چارو سرپرست وزير دغه راز وويل، اسلامي امارت دا مهال د خپلو عوايدو پر مټ په بېلابېلو برخو کې انکشافي پروژې روانې کړي او ډاډ يې ورکړ چې امکاناتو ته په کتو به د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته ځان رسوي.

دی وايي: «زموږ عوايد ډېر کم دي، زموږ انکشافي عوايد دې ځای ته نه دي رسېدلي چې داسې لوړې پروژې په مخ بوځو، بيا هم د معدنياتو په مقابل کې په ځينو اوږدمهاله پروژو باندې کارونه کوو. هغه کارونه چې زموږ په وس کېږي، هغې کې به داسې نه کوو چې د بل په تمه کينو، هغې به خپله کوشش کوو.»

ورته مهال، د اسماعيل شاه ايوبي په نوم ياد پانګه‌وال وايي، دغه جومات چې په عصري او مجهز ډول جوړيږي، چارې به يې په راتلونکي يو کال کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

هغه وويل: «په دا جومات باندې ۳۰ ميليونه افغانۍ مصرف راځي، نورې اضافي مصرف هم چې پرې راشې راته ورکوم يې او په يو وخت کې د ۲۵۰۰ لمونځ کوونکو ځايولو ظرفيت به ولري، ښه عصري حمامونه، ښځو لپاره بېل ځای او همدا شان د امام او صفا کارانو لپاره به ځانکړي ځايونه ولري.»

نوموړي همدا ډول له نورو ملي پانګه‌والو او سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې د خیر ښېګڼې په کارونو کې برخه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.