Language

یوناما په بغلان کې پر «عبادت‌کوونکو» برید غندلی

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر «عبادت‌کوونکو» برید غندلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې بشپړه څېړنه دې وشي.

بغلان کې ولسي سرچینو ویلي وو چې تېره پنج‌شنبې (د لېندې لومړۍ نېټه) وسله‌والو کسانو د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ بازار ته څېرمه د «سید پاچاجان» په نوم یوه زیارت کې پر عبادت‌کوونکو ډزې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت پرون پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د یادو ډزو په پایله کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، یوناما نن (شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو دغه برید غندلی او له اسلامي امارته یې غوښتي څو په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي.

دغه بنسټ زیاته کړې په راتلونکي کې باید د دغه ډول بریدونو مخنیوی وشي او حکومت دې د خلکو امنیت تضمین کړي.