کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، هېڅوک حق نه لري چې له مېرمنو سره تاوتریخوالی وکړي او یا د هغوی پر شرعي حقونو سترګې پټې کړي.
نن دوشنبه، د لېندۍ ۵مه (د نومبر ۲۵مه) د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د امر باالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې اړه ویلي: « د ښځو د شرعي حقونو تأمین د دغه وزارت مسؤولیت دی، د یاد وزارت له لوري شاوخوا ۲۰۰۰۰ ورته پېښو ته رسېدنه یې ښکاره بېلګه ده.»
نوموړي دغهراز زیاته کړې: «هېڅوک حق نه لري ترڅو ښځو سره تاوتریخوالی وکړي او یاهم د ناوړه دودونو پر بنسټ د هغوی له شرعي حقونو انکار وکړي، د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت ستاسو د ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دی، یاد معینیت په وروستیو درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زرګونو پېښې حل کړي دي.»
د ده په خبره، یاد وزارت وزارت تل هڅه کړې څو د مېرمنو حقونه لکه میراث، مهر، او نور خوندي کړي، په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه مېرمنو خپلو شرعي حقونو ته لاسرسی موندلی دی.
هغه زیاته کړې، په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخنیوي لپاره هڅې دوام لري. د ده په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د اجباري ودونو، میراث څخه انکار او نورو ناوړه کړنو او دودونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي.
خیبر ویلي، د کورني تاوتریخوالي مخنیوی او په ټولنه کې د غوره او اسلامي چاپیریال رامنځته کول د محتسبینو له اساسي موخو څخه دي او د دغه وزارت محتسبینو په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو حقونو خوندي کېدو په برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ پېښې ثبت او حل کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) هم ویلي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه هیڅ ډول توجیه نه لري.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP