Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوي او بېرته راستانه شوي د مرستو غوښتنه کوي

هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله په هرات کې یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال د ژوند لومړنیو امکاناتو له کموالي شکایت لري او له حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو غوښتنه کوي.

یادې کورنۍ چې له ګاونډيو هېوادونو په زور را ایستل شوې او یا هم د وچکالیو او اقتصادي ستونزو له امله له بېلابېلو ولایتونو هرات ته راغلې، له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د کار پیدا کېدو، د حکومت د مرستو او د ښې سبا په هیله شپې ورځې په کنډوالو کې تېروي.

د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست او د کندوز یو اوسېدونکی شېرمحمد چې له پاکستانه هېواد ته راستون کړای شوی وایي، دمګړۍ د خوړو لپاره هيڅ شی نه لري، له دوی سره چې لسګونه کورنۍ په یوه سیمه کې اوسېږي، تر اوسه د یوه بنسټ له خوا هم مرسته نه ده ورسره شوې.

نوموړي وویل چې نه کافي خواړه لري او نه د اوسېدو لپاره مناسب ځای، خو د هغه په خبره، د هوا په سړېدو او د ژمي په رارسېدو سره د دغو کورنیو ستونزې څو برابره ډېریږي.

د بادغیس یوه اوسېدونکي عبدالصمد چې د خراب اقتصاد له امله هرات ته بې‌ځایه شوی هم پژواک ته وویل، د ژوند مجبوریتونو اړ کړ څو له خپلې کورنۍ سره دغه ولایت ته راشي.

نوموړی چې اوس له لسګونو نورو بېځایه شوو کورنیو سره د هرات د مرکز په څنډه شیدایي سیمه کې اوسېږي، زیاته کړه چې د کار پیدا کېدو په هیله هرات ته راغلی، خو د دوو درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه نه د کور مالک شوی نه د ډوډۍ.

هغه وویل د ژوند اساسي امکاناتو ته چې اوبه او خواړه دي، ډېر کم لاسرسی لري او د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

ورته مهال، د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې حکومت د یوه منظم پلان له مخې ټولو داخلي بې‌ځایه شوو او بېرته راستنو شوو ته رسېدنه کړې او دا لړۍ په عادي او منظم ډول روانه ده.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي ادم خان سعد وویل چې د روان زیږدیز کال په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه ۷۶۰۰ کورنۍ په اختیاري او اجباري ډول دغه ولایت ته راستنې شوې دي.

یادې ادارې د بېرته راستنو شوو کډوالو لپاره د دایمې استوګنځیو د کمېټې جوړېدو خبره کوي او وایي، د غیر بومي راستنو شوو کورنیو له هر غړي سره د دوو زرو افغانیو نغدي مرستې او اصلي سیمو ته د هغو د انتقال امکانات هم برابر شوي دي.

هغه وویل چې خپلو اصلي سیمو ته د راستنو شوو په انتقال کې هم دغه ریاست له یو شمېر موسسو سره په همکارۍ کار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.