فېروزکوه (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.
هغوی په خپلو سیمو کې د نسايي ولادي برخې د ځانګړو مرکزونو جوړېدو او نورو ډاکټرانو ګومارلو غوښتنه کوي.
د غور د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۵ کلنې زهرا پژواک خبري اژانس ته وویل چې روغتیايي مرکز ته د نه لاسرسي له امله ډېرې ښځې په خپلو کورونو کې د ځايي دایو په مرسته زېږون کوي.
هغې زیاته کړه: «نګور چې مې کله تېر کال خپل دویم ماشوم زېږاوه، د زېږون پر مهال یې ډېره خونریزي لرله، ځايي دایو چې هر څومره هڅه وکړه؛ ښه نه شوه، کله مو چې روغتون ته انتقالوله، په لاره کې مړه شوه او ماشوم یې هم له یوې اونۍ وروسته مړ شو.»
هغه له اسلامي امارته غواړي څو په کور کې د زېږون د خطرونو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او د نسايي ولادي برخې د مجهزو روغتیايي مرکزونو جوړولو ترڅنګ متخصصې ښځینه ډاکټرانې وګوماري.
په همدې حال کې، د دغه ولایت په اللهیار ولسوالۍ کې ۲۶ کلنه نرمهګل وايي، دوه زېږونه یې د ځايي دایو په مرسته کړي، خو درې کاله مخکې یې خپل درېیم اولاد د روغتیايي مرکز د لرېوالي او متخصص ډاکټر ته د نه لاسرسي له امله د زېږون پر مهال له لاسه ورکړ.
هغې په دې اړه چې ولې د زېږون پر مهال روغتیايي مرکز ته نه ده تللې؟ وویل: «ما فکر کاوه چې شفاخانې ته د تلو پر ځای د ځايي قابلې پر وړاندې زېږون ښه دی، فکر مې کاوه چې په روغتون کې ډاکټران ناروغ ته پاملرنه نه کوي.»
هغې زیاته کړه: «دوه ماشومان مې په کور کې د ځايي قابلې په مرسته زېږولي، هیڅ هم نه شوم، خو دوه کاله مخکې مې چې کله درېیم ماشوم وزېږېد، ډېره نفستنګي یې درلوده، ژر ژر یې نفس ایسته، زړه یې ودرېد او مړ شو.»
هغه هم د غور ولایت په لرو پرتو سیمو کې د نسايي ولادي برخې د ځانګړو مرکزونو جوړېدو او له روغتیايي خدماتو په بېبرخې سیمو کې د متخصصو ډاکټرانو د ګومارلو غوښتنه وکړه.
بلخوا، په دغه ولایت کې نسايي ولادي ډاکټره سحر رحیمي وايي، د ځايي قابلې پر وړاندې زېږون له خطره خالي نه وي او خلک باید خپل دغه ډول ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.
هغې زیاته کړه: «په کور کې د کورنۍ د غړو په شتون کې زېږون ښايي یوې ښځې ته د راحتۍ او ارامي احساس ورکړي او د لوړو لګښتو مخه ونیسي، خو هغه کورنۍ چې په کور کې د زېږون پر خطرونو نه پوهېږي، دغه کار کېدای شي د مور او ماشوم ژوند له خطر سره مخ کړي چې له همدې امله زه د متخصص ډاکټر او قابلې تر مراقبت لاندې زېږون ښه بولم او زېږون باید په روغتیايي مرکزونو کې وشي.»
هغې زیاته کړه چې په کور کې زېږون ښايي د مور د نفستنګۍ، شدیدې خونريزۍ او د روغتیايي حفظ الصحې په پام کې نه نیولو له امله د مور او ماشوم د جدي ناروغیو لامل شي.
هغه له کورنیو غواړي چې میندې باید د زېږون پر مهال خامخا روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.
په همدې حال کې، د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق وویل: «زموږ ټوله هڅه دا ده چې وکولای شو په ټولو لرو پرتو سیمو کې مسلکي کارکوونکې وګومارو، هغوی ته مسلکي زدهکړې هم ورکړو څو کولای شي له میندو سره د زېږون پر مهال مرسته وکړي او مور او ماشوم ته سمه رسېدنه وشي.»
هغه وايي چې د روغتیا برخې له موسسو او عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په وروستیو دوو کلونو کې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې ډېرې روغتیايي ځالې جوړی شوې دي.
د هغه په خبره، ډېری میندی د زېږون پر مهال دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP