جلالاباد (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): وروسته له هغه چې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د چرګانو او چرګ غوښې د پلور لپاره ښاروالۍ له مسلخه د ګټې اخیستو پرېکړه وکړه، د چرګ غوښې پلورونکو دا پرېکړه د ځان پر زیان او د نه منلو وړ وبلله.
ښاروالي وايي، یاده پرېکړه ځکه شوې چې چرګ پلورونکو هيڅ ډول پاکوالی په پام کې نه نيوه او ډېر کله يې مردار چرګان هم پر خلکو پلورل خو د چرګ غوښې پلورونکي وايي، د دې چارې د اصلاح لپاره نورې لارې هم موجودې دي.
په جلالاباد ښار کې د چرګ پلورونکو اتحادیه وايي، د ښاروالۍ پرېکړه یې پر زیان ده؛ ځکه هيڅ ډول مشوره نه ده ورسره شوې او دوی یې نه مني.
د جلالاباد ښار د چرګ غوښې پلورونکو اتحادیې مسوول خانالله کوټوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې ښاروالي دې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي څو د چرګ غوښې پلورونکي له ستونزو خلاص شي.
هغه زیاته کړه: «يو دوکاندار ضرورت لري ۳۰ چرګان بازار ته يوسي، که يې ۱۰ خرڅ کړل نو ۲۰ به ورسره ژوندي پاتې شي، سبا به يې بیا راوړي، که حلال چرګان راوړي، نو دا شل دوی ته خرابېږي، بل نه د برق سیسټم لرو او نه هم هر څوک د یخچال اخیستو وس لري.
دغه راز، په جلالاباد ښار کې چرګپلورونکي هم مني چې د چرګانو یو شمېر پلورونکو نظافت او پاکوالي هیڅ پام نه کاوه خو دا د دې حل نه شي کېدای چې دوی به هر سهار يو مشخص مسلخ ته ځي، هلته به حلال شوي چرګان اخلي او بیا به يې پلوري.
د ارشاد په نوم یو د چرګ غوښې پلورونکی وايي، ښاروالي بايد بېرته دوی ته اجازه ورکړي چې په خپلو ځایونو کې حلاله وکړي خو اصول دې ورته وټاکل شي، که هر چا نظافت نه راعایت کاوه، جریمه دې ورکړل شي.
دغه راز، د بوستان په نوم يو بل چرګپلورونکی وايي، چرګ پلورونکي به نظافت مراعات کړي خو د ستونزې حل دا نه دی چې حلاله دې په مسلخ کې وشي، دغه کار ټولو کاروباریانو ته زیان رسوي.
بلخوا، د جلالاباد ښار اوسېدونکي هم د ښاروالۍ د دې پرېکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري، ځيني دا چاره ګټوره بولي او ځيني بیا وايي چې دا به لا د مردارو چرګانو خرڅلاو ته زمینه برابره کړي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی رحمتشاه وايي، د ښاروالۍ دغه پرېکړه ځکه ګټوره ده چې ډېرو چرګ پلورونکو هيڅ نظافت نه مراعات کاوه او د ښار ډېرې هغه برخې چې چرګان په کې پلورل کېدل، له بدبويي دکې وې.
خو د جلالاباد ښار يو بل اوسېدونکی سعيد خان بیا وايي، که هره ورځ د ټول ښار چرګان په مسلخ کې حلالېږي نو د دومره چرګانو پلورونکو نظارت ستونزمن دی، ښايي يو شمېر چرګ پلورونکي له وخته په ګټې اخيستو مردار چرګان پر خلکو وپلوري.
که څه هم پژواک خبري اژانس هڅه وکړه په دې اړه د جلالاباد ښاروالۍ نظر له ځان سره ولري خو هغې له نظر ورکولو ډډه وکړه.
خو د جلالاباد ښاروالۍ پر خپله فېسبوکپاڼه په يوه وضاحت کې ليکلي چې دغه کار یې په ښار کې د پاکوالي رامنځته کېدو، روغتيايي او چاپېريالي ستونزو د حل په موخه کړی دی، له دې مخکې يې په ځلونو هڅه کړې چې د چرګ پلورونکو دغه کړنه اصلاح کړي خو له مسلخ پرته يې بله حل لاره نه درلوده.
ښاروالي وايي، څه موده مخکې د مسلخ موضوع ازاد رقابت ته ورکړې وه، بیا وروسته يو کس ګټونکی شو، معیاري مسلخ يې جوړ کړ او اوس باید ټول چرګ خرڅوونکي ياد مسلخ ته چرګان يوسي، هلته يې حلال کړي، له دغه کار سره به ښار یو څه پاک شي.
Views: 25
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP