Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له محدودیته تر بریا؛ سمنګان کې یو معلول ځوان چې یو شمېر کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې

اېبک (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه څنډه کې یو شمېر ځوانان په یوه دوکان کې د مبایلونو پر ترمیم بوخت دي؛ دغه دوکان د محمدابراهیم حسن‌زاده په نوم د هغه دېرش کلن ځوان دی چې پر دواړو پښو معلول دی خو توانېدلي یو بریالی کاروباري شي.

د حسن‌زاده په نوم یو ځوان د سمنګان په یوه کلي کې د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکې خو باسواده کورنۍ کې زېږېدلی. هغه په ۱۴ کلنۍ کې د ماین چاودنې له امله په ملا او دوو پښو معلول او خوځېدل ورته یو ستونزمن کار شو.

هغه چې غریو نیولی و او په سختۍ یې خبرې کولې، په دې اړه وویل: «د ښوونځي تر نهم ټولګي ښه وم، پر خپلو پښو ګرځېدم او په ماشومتوب کې شوخ او با انګېزه وم، د ماشومتوب شپې ورځې مې په دې شوق چې په راتلونکي کې به خپل وطن ته خدمت کوم، تېرېدې خو یوه ورځ زموږ په کوڅه کې چاودنه وشوه، یوه چره یې زما په ملا ولګېده، وروسته له هغه مې د ګرځېدو توان له لاسه ورکړ.»

یاد معلول ځوان چې له پژواک خبري اژانس سره یې د خپل ژوند محدودیتونو او بریالیتوبونو په اړه خبرې کولې زیاته کړه: «کله چې ډاکټرانو راته وویل چې باید د ګرځېدو لپاره له ویلچره کار واخلم، هغه مې د ژوند تر ټولو سخته شېبه وه، ډېر خپه شوم، فکر مې وکړ چې ژوند مې پای ته ورسېد.»

عادي ژوند ته راګرځېدل او له محدودیتونو سره مبارزه

حسن‌زاده له میاشتو درملنې وروسته د ویلچر په کارولو سره خپل عادي ژوند ته راوګرځېد، کورنۍ یې هغه وهڅاوه څو خپل ښوونځي ته دوام ورکړي.

هغه وویل، کله چې په دواړو پښو معلول شو، د څه وخت لپاره له ژونده نهیلی و، خو اورېدلي یې وو چې معلولیت ناتواني او محدودیت نه دی، په همدې انګېزه یې د خپل ژوند د دوام لپاره هڅې پیل کړې، ځان سره یې ژمنه وکړه چې تسلیم نه شي، ویې کولای شول ښوونځی په بریالیتوب پای ته ورسوي او د کانکور ازموینې ته چمتووالی ونیسي.

محمدابراهیم وايي: «د کانکور ازموینه راورسېده، ډېری خلکو راته وویل چې ته دې ازموینې ته چمتو نه یې، درته ډېره سخته ده او که د کانکور په ازموینه کې بریالی هم شې، نه شې کولای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړې؛ ځکه چې ته معلول یې خو ما دې خبرو ته پام ونه کړ او په ډېره هیله مې د راتلونکي ښه ژوند په موخه د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، د ازموینې پر مهال هم ټول راته حیران وو.»

د یوه نوي مسیر پیل

محمدابراهیم حسن‌زاده چې په سمنګان ولایت کې پر یوې کاروباري څېرې بدل شوی او په خپلو ډېرو هڅو یې وکولای شول چې د دې ترڅنګ چې ځان ته یو ښه ژوند جوړ کړي، د موبایل د ترمیم برخه کې یو شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

هغه په ۱۳۹۶ کال کې د اقتصاد څانګه کې زده‌کړې پای ته ورسولې او د سمنګان عالي زده‌کړو له موسسې یې د فراغت سند ترلاسه کړ او دې پایلې ته ورسېد چې راتلونکی مسیر یې یوازې نورو ته کار کول نه دي، بلکې باید خپله یو کاروبار رامنځته کړي چې هم ځان او هم له نورو سره مرسته وکړي، همدا لامل و چې د موبایل انجنیرۍ زده‌کړو لپاره کابل ته راغی.

هغه زیاته کړه: «تل مې فکر کاوه چې ولې باید زما د ژوند تصمیمونه نور خلک ونیسي، نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې خپل کاروبار رامنځته کړم، لومړی مې د سمنګان په ایبک ښار کې د موبایل د ترمیم خپل دوکان جوړ کړ.»

یاد معلول ځوان چې د موټرچلونې ترڅنګ په وزګاره وخت کې د مېز ټینس لوبه هم کوي، د ورځې له اتو تر دوولسو د زده‌کړو په یوه خصوصي موسسه کې ځوانانو ته د موبایل جوړولو تدریس هم کوي، اوسمهال ۱۵ شاګردان لري او په دې برخه کې یې ډېرو ځوانانو ته زده‌کړې ورکړې چې اوس یې ډېری د موبایل جوړولو په جلا دوکانونو کې په کار بوخت دي.

نوموړي وویل: «یو شمېر ځوانانو ته مې د موبایل انجنیرۍ برخه کې روزنه ورکړې چې نن یې ډېری په خپل کاروبار کې بوخت دي او اوسمهال له ما سره په دوکان کې هم یو شمېر ځوانانو په عملي بڼه کار کوي.»

د پرمختګ او راتلونکي لپاره هڅه

هغه چې له کوچنيوالي له کمپیوټرساینس سره خاصه  لېوالتیا لرله، په راتلونکي کې غواړي افغانستان ته د اپل او ګلکسي شرکتونو نماینده‌ګۍ راولي او تصمیم لري چې د یوې کارخونې په جوړولو د مبایل چارجر او ګوشکي هم تولید کړي، دی دغه راز هیله لري د شرکت ډېری کارکوونکي یې معلول کسان و اوسي.

نورو معلولینو ته یې څه کړي

حسن‌زاده وایي، د معلولینو له اتحادیې سره همکاري لري او تل یې د معلولینو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنه کړې، د دې ترڅنګ یې په درېیو دورو کې د سمنګان معلولینو ته د موبایل ترمیم برخه کې روزنه ورکړې، اوس یې هر یوه د مبایلونو ترمیم‌خونې خلاصې کړې دي.

د هغه په خبره، کله کله معلولینو ته خلک په حقارت او د یوه ناتوان انسان په سترګه ګوري، معلولیت ناتوانایي نه ده، خلک باید د معلولینو ترڅنګ و اوسېږي او کوښښ دې وکړي چې له هغوی ملاتړ وکړي.

له حکومته یې غوښتنه

دغه معلول ځوان له حکومته هم غوښتنې لري: «له حکومته غواړم چې معلولینو ته د خدمت وړاندې کولو برخه کې او دغه‌راز په هره اداره کې چې معلولینو ته ۳ سلنه ونډه په پام کې نیول شوې، باید عملي شي، دغه‌راز ښاروالي دې د جواز او مستوفیت دې د مالیې برخو کې له معلولینو سره همکاري وکړي او معاف دې کړي.»

همدارنګه، د حکومت له مشرتابه غواړي څو په ټولو دولتي ادارو کې د اسانتیاوو په موخه معلولینو ته د تګ راتګ لپاره د ځانګړو زینو جوړولو کې پاملرنه وکړي.

نورو، په ځانګړي ډول معلولینو ته پیغام

حسن‌زاده وایي، هيڅ مانع نه‌شي کولای د انسان د پرمختګ مخه ونیسي، په ژوند کې هر څوک له ستونزو سره مخ وي، جسمي معلولیت ممکن له ما په لاره د تلو توانایي اخیستي وي، خو دا یې را زده کړل چې څرنګه له خپل ذهن او لاسونو نوي مسیرونه پرانیزم، معلولیت د ژوند پای نه دی.»

د محمدابراهیم کورنۍ او دوستان د هغه د هڅو په اړه وایي

د دغه معلول ځوان پلار قطب‌الدین وایي: «محمد ابراهیم زما مشر زوی دی، کله چې دی معلول شو موږ ټول ناهیلي وو، د ده راتونکي ته اندېښمن وو، کله به مو ویل چې بالاخره د دغه ځوان راتلونکی به څنګه شي.»

هغه وویل، کله یې چې زوی له جسماني ستونزو سره سره وکولای شول پوهنتون ته ولاړ شي، ټول حیران شول، د پوهنتون له فراغته وروسته د موبایل د ترمیم حرفې زده‌کولو لپاره کابل ته ړلاړ چې شخصاً د ده لپاره جالبه وه چې محمدابراهیم تر دې حده انرژي لري چې کولای شي دغه کارونه ترسره کړي.

قطب‌الدین وویل، کله به یې چې زوی په خپل موټر کې بلخ او کابل ته، په لومړیو کې ډېره سخته وه چې پر ده باور وکړي چې هغه موټر چلولی شي، خو اوس بشپړ باور لري هغو ټولو موخو ته چې ده ټاکلي رسېدای شي.

د محمدابراهیم یو نږدې ملګری محمدفردین عطایي وایي: «له هغه سره له کوچنيوالي ملګری یم، هغه په سمنګان کې یو وړ، خلاق او کاملاً نه ستړی‌کېدونکی کس دی، هغه د دې ترڅنګ چې له کاره نه ستړی کېږي، برعکس له یوه معمولي انسانه ډېر کار کوي.»

دغه‌راز، د دغه معلول ځوان د دوکان یوه ګاونډي محمدرضا د ابراهیم د چلند او وړتیا یادونه کوي او وایي چې هر سهار انجنیر ابراهیم د دوکان خوا ته راځي، ټولو ته سلام کوي او له ټولو سره خبرې کوي، ډېر یو ښه او پوه ځوان دی، له ټولو دوکاندارانو او مشتریانو سره نېک چلند لري.

ورته مهال، د سمنګان د شهیدانو او معلولینو رییس قاري قیام‌الدین خالد له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د معلولینو امتیاز حکومت د قانون مطابق او پرته له کوم دلیله ورکوي، هغو ته به لازمې اسانتیاوې برابریږي او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.