کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو متلونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سږ میلادي کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.
دغه بنسټ نن (شنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغو مرستو په ترسره کېدو سره ماشومان تغذیه شوي، ځايي اقتصاد او ټولنې پیاوړې شوې دي.
د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې دغه مرستې یې د سویډن او المان په مالي ملاتړ ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي چې افغانستان کې په ژمي کې زیان لیدونکو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون ډالر بودجې ته اړتیا ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP